کابل ښار کې د څلورو یتیمو اولادونو مور مرسل چې له اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ کړېږي، له شتمنو خلکو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د روژې په میاشت کې له دوی او نورو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي څو د روژهماتي پر مهال د خوراک لپاره یو څه ولري.
اریانا رحماني هغه مېرمن چې د زعفرانو د پروسس برخه کې یې روزنه لیدلې، وايي چې هرات کې د زعفرانو د پروسس مرکز جوړولو له لارې توانېدلې چې د ځانبسیاینې سربېره څه باندې ۶۰۰ نورو ښځو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
روغتیايي متخصصین وايي، په بدن کې د وینې کمښت د نجونو او مېندوارو ښځو پر روغتیا جدي اغېزې درلودلای شي او کله چې د وینې کموالي نښې لکه ګنګسیت، د رنګ الوتل، د زړه ضربان او کمخوبي ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې دا مهال د هېواد په کچه د دغه وزارت اړوند ۵۰ روزنتونونو کې څه باندې ۷ زره یتیم او بېسرپرسته ماشومان ساتل کېږي.
د نسایي ولادي متخصصین وايي، ځینې میندې د امېندوارۍ په وخت کې د وینې لوړ فشار پیدا کوي چې د مور او جنین د روغتیا لپاره خطر پېښولای شي او د ځینو نښو په لېدو سره مور باید تر مراقبت لاندې وي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار د «درهنور» سیمې د مرمر ډبرو کان د استخراج، پروسس او اکتشاف تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ او دغه شرکت به په دې پروژه کې څه باندې ۶ میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه وکړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پيل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۵ میلیون کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
یو شمېر نجونې او ښځې په داسې حال کې د ځینو دلایلو له امله د ټیټانوس ناروغۍ واکسین نه کوي چې ډاکټران د دغه واکسین پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، دغه ناروغي په ځینو مواردو کې د شخص د مړینې لامل کېدای شي.
یو شمېر حجامهکوونکي وايي چې د حجامې په کولو ځینې ناروغۍ درملنه کېږي، له بلې خوا، ډاکټران وایي، که حجامه د مسلکي کسانو له خوا وشي، د ځینو ناروغیو په ښه کېدو کې مرسته کوي، له دې پرته ښايي ځيني خطرونه ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د کرنې وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان سره د کرنې برخه کې د دغه هېواد د مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ویلي یې دي چې مرستې به په شفاف ډول مصرف شي.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي او د طبي بوټو پلورونکي وایي چې له طبي بوټو استفاده کولای شي چې د رحم او تخمدان کیسټونه له منځه یوسي، خو ډاکټران وایي که څه هم طبي بوټي ځينو ناروغیو ته ګټور دي، خو نه شي کولای کیسټونه له منځه یوسي.