Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځایي مسوولین وایي چې فراه او نیمروز ولایتونو کې لسګونه ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول.
نیمروز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو لورو دوه کسان هم وژل شوي، د ځايي مسوولینو، مخورو او دیني علماوو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
نیمروز کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه کس جسد چې د دغه ولایت د زرنج – دلارام پر لویه لار د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژل شوی، موندل شوی دی.
نیمروز کې لس کلنه فاطمه یوه له هغو ماشومانو ده چې د خپلې کورنۍ د اعاشې لپاره کباړ ټولوي، له ا.ا غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغلاچونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې به څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.
د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته د چابهار له بندره د افغان سوداګرو د توکو لېږد رالېږد بېرته پیل شو او د دغه بندر له لارې د توکو د انتقال بهیر ګړنديکېدو برخه کې ځیني اقدامات هم شوي دي.
زرنج (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د «شاه بازار» سړک پخولو چارې پیل شوې.
نیمروز ولایت کې ځايي مسوولین ایران ته د لس ټانکره بېکیفیته تېلو له ګرځولو خبر ورکوي.
یمروز کې یو شمېر سوداګرو د سوداګریزو توکو پر مخ د تورخم لارې پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې او وایي چې له دې امله یې سخت زیان لیدلی او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د نيمروز ولايت د نورم او سټنډرډ اداره وایي، له ایرانه وارد شوي۳۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
ځيني راستانه شوي کډوال چې د سرپرست حکومت له خوا د نیمروز په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي له مسوولینو او مرستندویه موسسو غواړي چې دوی دایمي سرپناوې برابرې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن