Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي، تېرو درېیو میاشتو کې یې د شري (سرخکان) پر ناروغۍ اخته ۱۵۰۰ ماشومان بستر کړي دي.
بلخ کې په ولایتي کچه د لسو غورو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ د «جوره رییس» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
بلخ ولایت کې یو شمېر کروندګر د اینجې د بوټو او شیرې د بیو پر ټیټېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي څو دغه محصول ته یې د بازار موندلو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
بلخ کې سیمهییز مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ رمضان جام د کرکټ لساووریزې سیالۍ پیل شوې.
د بلخ امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د «کا» ټابلیټونو یوه کارخونه له منځه وړې او په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې دغه ولایت کې یې د امنيت ټینګښت په موخه د موټرسایکلسپرو پولیسو ۴۶ کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
د بلخ د اقتصاد ریاست وایي چې تېر زېږدیز کال د دغه ولایت په کچه د شاوخوا ۲۷۵ میلیون ډالرو په لګښت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۸ پروژې پلې شوې دي.
د بلخ یو شمېر صنعتکاران مزارشریف ښار کې د امیر عليشېر نوایي صنعتي پارک ته د غځیدلي سړک له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته یې د جوړولو غوښتنه کوي.
بلخ کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت حیرتان بندر کې يې د یوه ازبکستاني وګړي په ګډون شپږ کسان له لسګونه بوتل شرابو سره نیولي دي.
د بلخ ولایت په چمتال او بلخ ولسوالیو کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په بېلابېلو ناحیو کې د شاوخوا ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وایي، دغه ریاست پلان لري چې په راتلونکي کال کې د برېښنا برخه کې ۴۰ میلیارد افغانۍ ولګوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP