د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دې ولسوالۍ پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي.
د بلخ ولایت حیرتان ګمرک کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۱۵ جریبه ځمکه د باروړونکو موټرو لپاره یو معیاري تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ځینو سیمهییزو ادارو په ګډه په دغه ولایت کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل کړ چې په ترڅ کې به یې شاوخوا یو میلیون نيالګي کېښودل شي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې نن د بېلابېلو ولایتونو د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې ۲۱۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي وسوځول شول.
د بلخ پارا المپیک فدراسیون مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د پنځو لوبډلو د شاوخوا ۵۰ لوبغاړو ترمنځ په ویلچر د هندبال سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ کسبګرو او هټۍوالو خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د بوټانو د تولید ۱۰۸ کارخونې فعالیت لري چې هره ورځ ۱۲ زره جوړې بوټان تولیدوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د بلخ او سمنګان ولایتونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر حلبيسازان وايي چې د دوی تولیداتو ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
بلخ ولایت کې د ایران سرقونسل وایي چې افغانستان له ایران سره د ګډو مذهبي او فرهنګي اړیکو درلودو له امله د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې یې د دغه ولایت له مرکز مزارشریف ښار او ولسوالیو ۶۸۴ سوالګر راټول کړي چې ډېری یې حرفوي پېژندل شوي دي.
د بلخ د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي چې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته له ایران او پاکستانه ۸۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.