Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مهترلام (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د لغمان سیمهییز مسؤولین وایي چې د مهترلام ښار اړوند سیمه کې د اسماني تندر غورځېدو له امله یو کس ژوند
سترې محکمې ویلي چې په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د لغمان امنیتي مسوولین وايي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ کې نن سهار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پیل مراسمو کې ویلي، د ا.ا اقتصادي ستراتیژي له بهرنۍ اړتیا څخه د افغانستان د خلاصون پر بنسټ ولاړه ده څو هېواد د خپلو شته ظرفیتونو پر مټ ځانبسیاینې ته ورسېږي.
د لغمان د بادپښ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ ځینو کلیو ته د برېښنا رسولو پروژه چې چارې یې د تېر حکومت پر مهال ۹۵ سلنه ترسره شوې، بشپړه شي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ایارسي) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۸۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.
ځايي مسوولین وايي، په لوګر او نورستان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ د ۱۲ کلیو اوسېدونکي چې اوس له لرګیو څخه پر یوه جوړ شوي پل له سیند تېرېږي، وايي چې معیاري پل دې ورته جوړ شي؛ ځکه کله چې اوبه ډېرې شي، د لرګیو پل ویجاړوي او بیا اړ دي د مهترلام ښار تر عمومي سړکه دوه ساعته پلی مزل وکړي.
د لغمان د ترافیکو مدیریت وايي چې د دغه ولایت په الینګار او دولتشاه ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی او اووه کسان نور ټپیان شوي
د لغمان ولایتي مسوولین وایي، تېر یوه کال کې په مرکز او ولسوالیو کې د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځکړيتوب د دښمنۍ ۱۶۳ نوې او د لسګونو کلونو پخوانۍ قضیې حل او فصل شوې دي.
د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لا هم ۱۰۴ ښوونځي ودانۍ نه لري خو په خبره یې چې دغه ستونزه یې له پوهنې وزارت او یو شمېر موسسو سره شریکه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP