Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پروان امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ښوونکي د وژلو په تور د دوو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي، له هغوی څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې د یوې کورنۍ د شخصي عکسونو خپرولو په ګواښ یې له هغې د سل زره افغانیو غوښتنه کوله.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې د پروان په ورزشي لوبغالي کې پر یوه کس د قذف حد تطبیق شو.
د پروان امنیې قوماندانۍ د درېیو هغو غولوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي چې له جعلي ګاڼو او دروغو ژمنو په ګټې اخیستنې یې له لسګونو کورنیو سلګونه زره افغانۍ غلا کړې دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان چې ۱۴ او ۱۲ کلن وو، مړه شوي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کاپیسا ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، پخواني چارواکي او مسوولین کولای شي هېواد ته راستانه شي او د هغوي د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته.
د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د تېلو یوه پمپ کې د ګازډبې چاودنې او له دې امله رامنځته شوې اورلګېدنه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ شوی او ۱۹ نور ټپیان دي.
د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې شاوخوا ۵۰۰ کسان پر یوې «ناپېژندل» شوې ساري ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي.
د پروان ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پروان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۰ استوګنیز کورونه، ۶۵۶ جریب کرنیزه ځمکه، یو کیلومتر سړک او پنځه سربندونه او کانالونه ویجاړ شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، په تېر یوه کال کې یې په دغه ولایت کې ۳۸۹ قضیو ته رسېدنه کړې، د نشهیي توکو ۱۱۱ جریب کښتونه یې له منځه وړي، ۵۵۰ روږدي یې روغتونونو ته معرفي کړي او دغه راز ۱۱۱ میلیون افغانۍ عواید یې هم راټول کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP