د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال له پیله تر اوسه هېواد کې څه باندې ۲،۴ میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي او وايي، که بهرني تمویل کوونکي پیدا کړي نو د الکترونیکي تذکرو بیه به ټیټه شي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، کشفي او استخباراتي منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي راپورونو پر اساس د تخار فرخار ولسوالۍ کې ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، د اسرائيلو د مشر له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، غندي او دا چاره ناشونې او د سعودي د حاکمیت نقض بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP