Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فوټسال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا خپله دویمه لوبه له ارجنټاین سره ترسره کوي.
د ازادو لوبو یو افغان لوبغاړی احمدسهیل حسنزاده له خپل امریکایي سیال ډیلان مانټیلو سره نن لوبه کوي.
د بلوچستان د هرنایي سیمې د شاهرګ د ډبرو سکرو کان کې د ګازنیونې له امله پنځه افغان کارګر مړه شوي دي.
د پوهنې وزارت وایي چې په هرات ولایت کې د ۲۵ ښوونیزو مرکزونو د ودانیو بیارغونې چارې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د فوټسال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره ترسره کوي.
په کابل کې د قزاقستان سفیر وایي چې افغانستان د دوی لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د دغه هېواد د غنمو لپاره یو ښه بازار او ترانزیټي لار ګڼل کېږي.
عدلیې وزارت وایي، که له دې وروسته چا په رسنیو او نورو مجالسو کې د اسلامي امارت د تقنیني سندونو مخالفت وکړ او یا یې نیوکه پرې وکړه، له شرعي چلند سره به مخ او محکمې ته به ور وپېژندل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له سوېلي افریقا سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.
د عدلیې وزارت وایي چې تېره میاشت د هېواد په کچه څه باندې ۴۳ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې او نږدې ۵۱۷ زره جریب نوره امارتي تثبیت شوې ده.
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې خلک د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارو پیل ته خوښ دي، وایي چې د دغو پروژو له پیل سره کارونه پیدا کېږي او د هېواد اقتصاد پرمختګ کوي.
رئیسالوزرا ملا محمدحسن اخند د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې چارو د پیل مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ورسېد.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د بېلاروس هېواد یوه شرکت د افغان انجینرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP