Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اړوندو ادارو نن او په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې نن او راتلونکو دوو ورځو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
۳۲ کلن زکریا چې د خپل عمر څه باندې لس کاله یې په نشو کې تېر کړي او اوس روغ شوی وايي، ټول فکر کوي چې د نشې پرېښودل ناشوني دي، خو داسې نه ده، که قاطع تصمیم وي، هر روږدی کولای شي ان پرته له بستر کېدو یې پرېږدي.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د بورې او اوړو بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی چې پاکستاني پولیسو په کوېټه کې د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلې او د دغه کار د غندلو ترڅنګ یې له نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د اوړو او غوړیو بیې ټیټې شوې خو د سرو زرو، تېلو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.
د چاپېریالساتنې اداره وايي چې د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د هوا ککړتیا د تېر کال په نسبت کمه شوې او زیاتوي، دې ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه ځیني پروګرامونه پیل کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۴ زره او ۷۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نږدې ۴۰ نور افغان بندیان چې د قانوني اسناد نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او بندیان وو، خوشي او بېرته هېواد ته راوګرځېدل.
اړوندو ادارو سبا او بل سبا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
د کابل طبي پوهنتون خبر ورکوي چې د کابل ښار علياباد تدریسي روغتون کې په لومړي ځل اپیډورال انستيزي پر څو کسانو تطبیق شوې او نتیجه یې هم ښه وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP