د مخکني حکومت چارواکو راستنولو په لړ کې ۶ نور چارواکي هم اروزګان ته راستانه شول
د اروزګان ولایت ځايي مسوولین وايي، د ولایت مقام، امر بالمعروف ریاست او د دغه ولایت د قومي سپین ږیرو په مرسته د مخکني حکومت د چارواکو راستنولو لړۍ چټکه شوې او په یوه تازه ګام کې دغه ولایت ته ۶ نور پخواني چارواکي راستانه شوي دي.






















