ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په ځینو ولسوالیو کې په لومړي ځل انټرنېټي خدمات پیل شول

د اروزګان په ځینو ولسوالیو کې په لومړي ځل انټرنېټي خدمات پیل شول

author avatar
19 Apr 2022 - 17:10
د اروزګان په ځینو ولسوالیو کې په لومړي ځل انټرنېټي خدمات پیل شول
author avatar
19 Apr 2022 - 17:10

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د اروزګان ولایت په دهراود او چورې ولسوالیو کې په لومړي ځل د انټرنېټي خدماتو پیل ځايي اوسېدونکي خوشحاله کړي دي او د لا پراختیا غوښتنه یې کوي.

اروزګان له هغو ولایتونو و چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې ډېری اوسېدونکو د ګڼو نورو اسانتیاوو تر څنګ مخابراتي خدماتو ته لاس رسی نه درلود.

هغه مهال چارواکو د مخابراتي خدماتو نشتوالی د امنیتي ستونزو له امله ګاڼه؛ خو د حکومت تر سقوط او جګړې درېدو وروسته د اروزګان اوسېدونکو له مخابراتي شبکو د خدماتو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

په دې لړ کې تازه په دهراود او چورې ولسوالیو کې په لومړي ځل انټرنېټي خدمات پیل شوي دي.

د دهراود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن علي پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د نورو په څېر له انټرنېټي خدماتو برخمن کېږي.

دی زیاتوي، تر دې وړاندې یې په دې برخه کې ګڼې ستونزې لرلې او د اړتیا پر مهال به یې له نیټ کېفیو یو جي بي انټرنیټ په ۲۰۰ افغانۍ اخیست.

د ده په خبره، په دغه ولسوالي کې دوه ورځې مخکې افغان بیسیم مخابراتي شبې خپل ۳ جي خدمات پیل کړه چې ورسره د دوی ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شو.

له دې سره هم مهاله د چورې خلک هم د انټرنېټ د ۳ جي خدماتو پیل خوشحاله کړي او د خپلې سیمې د پرمختګ وسیله یې ګڼي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي نیاز محمد بشر یار پژواک ته وویل، مخابراتي شبکو مخکې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یوازې په غږیزه بڼه د اړیکو نیولو خدمات وړاندې کول؛ خو تازه یې انټرنیټي خدمات هم پیل کړي دي.

هغه وایې، د انټرنېټ له فعالېدو سره نه یوازې له دوستانو او ملګرو سره اړیکې نیسي بلکې د خپلې سیمې ستونزې، پرمختګونه او نور موارد د ټولنیزو رسنیو له لارې شریکوي.

د دې تر څنګ هغه خوښ دی چې د انټرنېټ په مرسته له نړۍ سره نښلي او د هېواد تر څنګ د سیمې او نړۍ حالت څاري.

خو له دې سره په خوا کې بیا چارچینو، چنار تو او خاص اروزګان هغه ولسوالۍ دي چې لا یې هم اوسېدونکي له هر ډول مخابراتي خدماتو بې برخې پاتې دي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسیدونکی قدرت الله وايي، د دوی په ولسوالي کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې درې پايې ولاړې دي خو فعالیت نه لري.

دی غوښتنه کوي چي مسوولین دي په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د اروزګان ولایت ځایې مسوولین هم وايي، چې له تېري یوې میاشتې راهیسې په لومړي ځل د مرکز ترینکوټ په ګډون په دهراوود او چورې ولسوالیو کې د انټرنیټ ۳ جي خدمات پیل شوي دي.

د اروزګان د اطلاعات او کلتور رییس محمد اصف وايي، د ولایت مقام په هڅو لومړی په مرکز او ورپسې په دهراود او چورې ولسوالیو کې د انټرنېټ خدمات پیل شول.

هغه زیاته کړه، دا هڅې به دوام ولري څو د ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم خلکو ته مخابراتي خدمات پیل شي.

دی وايي، اوسمهال چې جګړه درېدلې د هېواد په هره سیمه کې خدماتو رسولو ته فرصت برابر شوی دی.

نوموړی پر پانګه والو او شتمنو غږ کوي چې د دغه ولایت د پرمختګ لپاره راوړاندې شي او په بېلابېلو برخو کې دې پانګونه وکړي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.