Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان بانک مسوولین وایي، دغه بانک توانېدلی چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د پولي سیاستونو د بریالي پلي کېدو په پایله کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول ثابت وساتي.
نن د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ده، د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ۱۲ سلنه لوړېدو ترڅنګ، د خوراکي توکو بیې تر ۸ سلنه ډېر، د نفتي توکو بیې تر ۳ سلنه ډېر او د سرو زرو بیه ۶ سلنه ټيټوالی ښيي.
د افغانستان بانک مرستیال ویاند وایي، نوي چاپ شوي بانکنوټونه کابل ته را رسېدلي، خو د څومره والي په اړه یې تر اوسه ده ته معلومات نه دی ورکړل شوي.
د تېرو اتو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت راټیټېدو ترڅنګ، د قزاقي اوړو، اوبلن ګاز او پټرولو بیې هم لوېدلې، خو د غوړیو او عربي سرو زرو بیې بیا لوړې شوې دي.
په ننګرهار کې د افغانستان بانک له لوري د افغانۍ زړو بانکنوټونو د چلښت په تړاو صرافانو او هټۍوالو ته نوې طرحه ورکړل شوه.
د دغې طرحې له مخې، يوازې هغه بانکنوټونه چې شکل يې تغير شوی وي د چلښت وړ نه دي، خو پر نورو ټولو بايد راکړه ورکړه ترسره شي.
. . .
د تېرې شنبې په نبست نن داسې مهال د نفتي توکو بیه ۸ سلنه لوړه شوې او د خوراکي توکو بیې له ۳ سلنې ډېرې لوېدلې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت څه باندې ۴ سلنه لوېدلی دی.
د تېرې شنبې په پرتله نن د پټرول تېلو، ګاز، غوړیو، بورې، شین چای او روسي سرو زرو بیې ټیټې، خو د ډېزلو او عربي سرو رزو بیې بیا لوړې شوې دي.
نن د تېرې شنبې په پرتله د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۱۴ سلنه لوړ شوی، خو په منځنۍ کچه د لومړنیو توکو بیې څه باندې شپږ سلنه او د سرو زرو بیې تر اته سلنه ټیټې شوې ده.
د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د یوه امریکایي ډالر ارزښت له ۱۰۲ افغانیو ۹۵ افغانیو ته رالوېدلی دی.
کابل (پژواک، ۲۴ لړم۱۴۰۰): د افغانستان بانک یوه سرچینه وايي چې دغه بانک سبا د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د لوړولو په موخه
کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): نن کابل په ښار کې د تېرې اوونۍ په نسبت د افغانیو پر وړاندې د ډالر لوړېدلو ترڅنګ د نفتي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP