ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت لوړولو لپاره سبا لس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت لوړولو لپاره سبا لس میلیونه ډالر لیلاموي

author avatar
15 Nov 2021 - 11:25
د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت لوړولو لپاره سبا لس میلیونه ډالر لیلاموي
author avatar
15 Nov 2021 - 11:25

کابل (پژواک، ۲۴ لړم۱۴۰۰): د افغانستان بانک یوه سرچینه وايي چې دغه بانک سبا د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د لوړولو په موخه لس میلیونه ډالر لیلاموي.

نن (د لړم ۲۴مه) د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۹۳ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې تېره ورځ ۹۵ ته رسېدلې وه او درې ورځې مخکې یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانۍ تبادله کېده.

د افغانستان بانک یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بانک له څو میاشتو ځنډ وروسته سبا (سه شنبې) د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره لس میلیون ډالر لیلاموي.

سرچینې وايي چې د اسعارو په لیلام سره د افغانیو ارزښت بېرته لوړیږي.

پخوا به هم د افغانستان بانک د افغانۍ بیو د ساتلو لپاره ډالر لیلامول.

د کابل ښار شهزاده سرای ځینو صرافانو تېره ورځ پژواک ته وویل چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني حکومت له سقوط وروسته د هېواد اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ شوی او افغانۍ هم د بې ثباتۍ په حالت کې ده.

د پژواک د راپورونو له مخې، د پخواني حکومت له سقوط یوه اوونۍ مخکې د هېواد بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۷۰ افغانۍ تبادله کېده.

Visits: 1035

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.