Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکا په لویزیانا ایالت کې یوه کس په یوه ډک بازار کې خلک په موټر وهلي چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان مړه او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی، جیمي کارتر، تېره ورځ د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د تحریم شام د مشر احمد شرع د نیولو پر سر د لس میلیون ډالرو جایزه له هغه سره د لوړپوړي امریکایي پلاوي له لیدنې وروسته لغوه کړې ده.
د راپورونو له مخې، که د متحده ایالتونو د استازو جرګه نن (جمعه) د دغه هېواد دولتي بودجه تمدید نه کړي، ډېرې حکومتي ادارې به د بودجې د کموالي له امله د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه له اوکراین سره د مهماتو او بېپېلوټه الوتکو پېرلو لپاره د ۹۸۸ میلیون ډالرو مرسته کوي.
د امریکا متحده ایالتونو غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړهلیک وېټو کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي.
د جمهوريغوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وکولای شول چې په ولسمشریزو ټاکنو کې کاملا هريس ته په ماتې ورکولو د دویم ځل لپاره د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر شي.
ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې ځان د امریکا ولسمشر اعلان کړ چې لا هم د ټاکنو ګټلو لپاره درېیو نورو الکټرال کالج رایو ته اړتیا لري.
راپورونه ښیي چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ دومره نږدې سره روانې دي چې یوازې دوه یا درې نومرې هم کولای شي د ټاکنو پایلې بدلې کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو «تهاجمی فعالیت» د ټولې اوراسیا قارې امنیت ګواښي او د ټوټې ټوټې کېدو خطر یې ډېروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د فلسطین له خلکو سره ۱۳۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP