Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په هرات کې مسوولین د موټرچلونې جواز (لایسنس) د متقاضیانو له ډېرېدو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت ځيني اوسېدونکي وایي چې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه دې د موټرچلونې جواز اخیستونکو لپاره محدویتونه او سخت شرایط وضع شي.
د بلخ مرکز مزارشریف اوسېدونکي په دغه ښار کې د بېاسناد موټرو له ډېرېدو شکایت کوي او د امنیت لپاره یې ګواښ ګني.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د مچلغو بند پاتې کارونه دې بشپړ کړي.
د لوى اختر په نږدې کېدو سره د هرات ښار او بازارونو يو ځانګړی حالت خپل کړی؛ په دغه ولايت کې ډېر خلک د لوى اختر نمانځلو لپاره د اړتيا وړ توکو پېرلو په موخه بازارونو ته ځي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، امنیتي مسوولین دې د لوی اختر په شپو ورځو کې د پټاقیو پر پېر او پلور دې کلک بنديز ولګوي.
د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو بيه ۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوې چې دوی يې د ورکړې توان نه لري
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې هوايي ډګر شته خو له دوو کلونو راهیسې تر کابل ته ملکي الوتنې نه کېږي.
د پنجشېر د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، انټرنېټ ته د لاسرسي وړ سیمو ته د رسېدو لپاره باید په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي او يا هم موټر ته سلګونه افغانۍ کرايه ورکړي.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، حکومت د چک برېښنا بند رغولو په اړه خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې او د دغه بند د رغولو کارونه نیمګړي پاتې دي.
د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، د ښار په منځ کې غځېدلی سړک له کلونو راهیسې خراب شوی او موټر د خلکو په شخصي ځمکو کې تګ راتګ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP