ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تالقان ځینو کلیو اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله د ویالو له اوبو استفاده کوو

د تالقان ځینو کلیو اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله د ویالو له اوبو استفاده کوو

author avatar
2 Sep 2023 - 19:36
د تالقان ځینو کلیو اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله د ویالو له اوبو استفاده کوو
author avatar
2 Sep 2023 - 19:36

تالقان (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د ترمه بایي سیمې او د تالقان ښار یو شمېر کلي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي، د پاکو اوبو نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د څښاک پاکو اوبو نشتوالی د دې لامل شوی چې ماشومان یې په نس‌ناستې ناروغۍ اخته شي.

د تالقان ښار د ترمه بایي سیمې اوسېدونکي محمداسماعیل پژواک خبري اژانس ته وویل: «کلونه کېږي چې موږ له پاکو اوبو بې‌برخې یو او په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ یو، زموږ ماشومان تل د ویالو ناپاکې اوبه څښي چې له امله یې په نس‌ناستې اخته کېږي.»

نوموړی زیاته کړه، ډېرې کیندل شوې څاه‌‌ګانې وچې شوې چې د مجبوریت له امله له ناپاکو اوبو استفاده کوي.

د ترمه بایي سیمې یوه بل اوسېدونکي محمدطاهر وویل، زرګونه کورنۍ په یاده سیمه کې ژوند کوي چې ډېرې یې د څښاک له پاکو اوبو بې برخې دي.

د هغه په وینا: «خلک په دې سیمه کې د څښاک له پاکو اوبو بې برخې دي، ماشومان مو تل ناروغ وي، کله مو چې ماشومان ناروغېږي بیا کله کله موټر نه پیدا کېږي څو د سیمې کلینیک ته یې ولېږدوو، هلته وایي درمل نشته، تر اوسه د دغو ستونزو د حل لپاره هیڅ مسوول اقدام نه دی کړی، موږ له حکومته غواړو چې د دغو ستونزو لپاره لاس په کار شي.»

د سیمې د اوسېدونکو د خبرو پر اساس، د ترمه‌بایي سیمه او ۳۲ ګاونډي کلي یې چې نږدې ۲۰ زره کورنۍ په کې اوسېږي، ډېرې یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

له ترمه‌بایي سیمې سره په ګاونډ کې د ایشان قشلاق اوسېدونکی محمدرحیم وایي، په یادو سیمو کې زرګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو بې‌برخې دي چې دا ستونزه په وار وار له مسوولینو سره شریکه شوې خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.

د هغه په وینا، که په دغو سیمو کې د ویالو روانې اوبه نه وي، خلک اړ کېږي چې څو کیلومتره مزل وکړي څو اوبو پیدا کړي.

ورته مهال، د تخار د کلیو پراختیا او بیارغونې  رییس نورمحمد مني چې د یاد ولایت په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزې شته.

خو هغه د دغو اندېښنو د حل لپاره د همکارو موسسو په همکارۍ له هڅو خبر ورکوي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس وایي، ځینو موسسو ژمنه کړې وه، هغو سیمو ته چې خلک یې له داسې ستونزو سره مخ دي، په لومړیو کې هره ورځ د ټانکرونو په وسیله اوبه ورولېږي چې په خواشینۍ سره دا ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوې، خو د داسې ژمنو د عملي کېدلو لپاره هڅې جریان لري.

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.