ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار دشت‌قلعې یو شمېر اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

د تخار دشت‌قلعې یو شمېر اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

author avatar
2 Oct 2023 - 19:05
د تخار دشت‌قلعې یو شمېر اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړوي
author avatar
2 Oct 2023 - 19:05

تالقان(پژواک،۱۰ تله ۱۴۰۲): د تخار د دشت‌قلعې ولسوالۍ د اورته‌ظلم سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د «طوره خان» منځني ښوونځي زده‌کوونکي پرته له سرپناه په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي چې له امله یې د سیمې اوسېدونکو پرېکړه کړې څو دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.

د تخار د دشت‌قلعې ولسوالۍ د اورته‌ظلم سیمې د پراختیایي شوار رییس عبدالبصیر پژواک ته وویل، د طوره خان منځني ښوونځي د بنسټ ډبره شاوخوا ۲۵ کاله مخکې نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو په موخه د مسوولینو له لوري اېښودل شوې وه، خو له هغه وروسته نه د دغه ښوونځي لپاره معیاري ودانۍ جوړه شوې او نه هم پاملرنه ورته شوې ده.

هغه زیاته کړه: «کلونه کېږي چې زموږ اولادونه په اوړي کې تر سره لمر لاندې او په ژمي په واورو کې درس وايي، دغه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو لپاره مو څو ځله غوښتنه وکړه، خو د مسوولینو له لوري پاملرنه ورته ونه شوه، اوس خلکو پرېکړه کړې چې په خپل لګښت د دغه ښوونځي ودانۍ په خامه ډول جوړه کړي، څو چې زده‌کوونکي له ګرمۍ او یخنۍ وژغورل شي.»

هغه دې ته په اشارې چې یاده ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او حکومت دې ورته پاملرنه وکړي وویل، د دغه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو کار له بشپړېدو وروسته د سلګونو زده‌کوونکو سختې ستونزې هوارې شي.

د سیمې بل اوسېدونکی عبدالعلي وایي، د زده‌کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ او درسي توکو نه شتون د دې لامل شوی چې ډېری زده‌کوونکي ښوونځي ته لاړ نه شي خو اوس به د درسي ټولګیو په جوړېدو زده‌کوونکي درس او تعلیم ته لېوالتیا پیدا کړي.

هغه ټینګار کوي چې اوسنۍ حکومت دې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو او درسي توکو برابرولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

دغه اوسېدونکي د یاد ښوونځي د ودانۍ د بشپړېدو وخت او لګښت په اړه څه نه وايي.

ورته مهال، د دشت‌قلعې ولسوالۍ د پوهنې امر قاري قدرت‌الله وایي، په یاده ولسوالۍ کې د ۲۶ ښوونځیو له ډلې اووه یې ودانۍ نه لري چې د معیاري ودانیو د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د هغوی په وینا، د طوره خان منځنی ښوونځی چې په دوه جریب ځمکه کې یې تهداب اېښودل شوی، شاوخوا ۷۰۰ زده‌کوونکي لري او د معیاري ودانۍ د نه شتون له امله زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ دي او اوس د سیمې خلکو یاد ښوونځي ته په خامه ډول د ډېرو درسي ټولګیو د جوړېدو لپاره اقدام کړی چې کولای شي د زده‌کوونکو ځينې ستونزې هوارې کړې.

نوموړی زیاتوي چې د دې ولسوالۍ د پوهنې د ستونزو د حل لپاره له موسسو او پوهنې وزارت سره خبرې شوې دي.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.