Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په هرات او بادغیس ولایتونو کې یوځل بیا نسبتاً خفیفه زلزله وشوه چې له امله یې خلک د شپې له کورونو ووتل.
د بادغیس امینه قومانداني وایي، یوه سړي د دغه ولایت په قادس ولسوالي کې خپلې دوې مېرمنې وژلې دي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکِي او د اوبو چارو کارپوهان په دغه ولایت کې د خپلسرو ژورو او غیرمعیاري څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه کوي.
په بادغیس کې ځيني موټرچلوونکي د تېلو له خراب کیفیته شکایت لري او له حکومته غواړي چې د بې کیفیته تېلو وارداتو مخه ونیسي.
د بادغیس ولایت پولیس وایي چې د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې یو ځوان د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
سره له دې چې تېر کلونه او د مخکني حکومت پر مهال بادغیس کې ځنګلونه وهل کېدل خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې اوس ا.ا د دوی په سیمو کې د پستې ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی او د دغه اقدام هرکلی کوي.
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د دغه ولایت په لرغونو سیمو غیرقانوني کیندنو او پلټونو ته اندېښمن دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت لرغونو سیمو کې د کیندنو او پلټونو په تړاو د لسګونو کسانو نیول کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ وایي، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جریب ځمکه بېرته مسترد شوې ده.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه.
د قیصار – لامان حلقوي سړک د څلورمې برخې قیراچونې چارې بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کې پیل شوې چې د پیل په مراسمو کې یې د دغه ولایت والي وویل، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دغه سړک جوړولو کار ودروي.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ دوو پېښو کې د دوو ځوانو ښځو وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یو کس د یوې ښځې د قتل په تور نیول شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن