د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۲۳ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه نور نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکز کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یې یو ۷۵ کلن سپینږیری د هغه د زامنو له بنده خوشی کړی دی.
د بغلان لسګونو قومي مشرانو په یوه غونډه کې د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیره په دغه ولایت کې د اوبو سپما لپاره د کوچنیو بندونو جوړولو غوښتنه وکړه.
بغلان کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ د کرکټ غوراوي سیالۍ پیل شوې.
د بغلان د بورکې ولسوالۍ مقام ته د څه باندې ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې په دغه ولایت کې په بهرنیو ژبو لیکل شوو لوحو د اصلاح په موخه یې کمپاین پيل کړی دی.
د بغلان روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۹۹۰ کسان په نري رنځ اخته شوي چې پنځه کسان یې له امله مړه شوي هم دي.
د بغلان ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۳۲۲ میلیون افغانیو په لګښت پلې شوې ۲۴۳ رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د غلې منډوي په سیمه کې د ۵۶۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې.
د حکومت قضائیه چارو مسوولین وايي، په بغلان ولایت کې تر اوسه ۶۷۳ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې چې نږدې ۱۹ زره جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده.
. . .