Language

بغلان کې سږ د تېر کال په پرتله د پستې حاصلات ډېر شوي

پلخمري (پژواک، ١٩ وږی ۱۴۰۱): د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې ٤٥٠ ټنه د پستې حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله زياتوالى ښيي.

د بغلان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر رازمحمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې د پستو له ونو ٣٠٠ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو سږ کال يې کچه ٤٥٠ ټنو ته لوړه شوې ده.

هغه وايي، سږ کال خلکو د پستې د ځنګلونو په ساتنه کې همکاري کړې، نو ځکه يې د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پستې دغه حاصلات د خلکو له‌خوا راټول شوي چې ٢١ ټنه عشر يې د کرنې رياست ته ورکړل شوى دى.

login or register a new account.