منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

جګړې

۵۹ راپورونه

راپورونه

ګوترېش: له جګړې پاتې شوي چاودېدونکي توکي لا هم په بې‌‌رحمانه ډول د ملکي وګړو ژوند اخلي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان له جګړو د پاتې شوو ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.

هلمند کې د جګړې یوه قرباني کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څلور کاله مخکې يې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو، له حکومته د همکارۍ او د جرمونو له نړۍوالې محکمې د عدالت غوښتنه کوي.

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنۍ پاتې معلوله ماشومه معراج بي‌بي د مور او پلار څېرو لیدلو په ارمان ده

معراج بي‌بي ایله د پنځو میاشتو وه چې پر کور يې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید وشو، د مور او پلار په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې شوه چې یوه پښه يې پرې شوې وه.

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنی پاتې نارینه فریداحمد د خپلې خور له معلولیت او بېوزلۍ ځورېږي

۲۲ کلن فریداحمد چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي، اوس یوازې دی او یوه معلوله خور یې د هماغو دردونو په یادولو سره د ژوند شپې ورځې تېروي.

غړي

متقي: پخوا د افغانستان د جګړې د پاى ته رسېدو خو اوس یې د اقتصادي پرمختیا لپاره غونډې جوړېږي

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د تاشکند غونډې ته په اشارې وايي، پخوا به د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو په تړاو غونډې جوړېدې، خو دا ځل د افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره ناسته کېږي.

غړي

ملګري ملتونه: د اوکراین جګړې له افغانستان سره د تمویلوونکو ژمنې نه دي اغېزمنې کړې

ملګري ملتونه وایي، د اوکراین جګړې د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو له ناورینونو سره د مقابلې لپاره د تمویلوونکو  ژمنې اغېزمنې کړې نه دي او دغه سازمان له ځینو بسپنه ورکوونکو د ډېرو همکاریو تمه لري.

د فاریاب خلک: جګړې زموږ وزرونه مات او له طبیعت او پسرلي یې بې برخې کړي وو

په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو او کب میاشتې له پیلېدو سره چې تر اوسه لاله او یاسمن ګلونه نه دي غوړېدلي، د فاریاب مرکز (میمنې ښار) او ولسوالیو په سلګونو اوسیدونکي د دغه ولایت په شنو دښتو او غونډیو کې هره ورځ  تفریحي ​​او سیمه ییزې لوبې کوي.

غړي

سرچیني: په پنجشېر کې جګړې زور اخیستی

د افغانستان اسلامي امارت سرچینې د پنجشېر د نیولو لپاره جګړه کې د پرمختګ خبر ورکوي خو د «افغانستان مقاومت جبهې» دغه خبر رد کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو بریدونه یې په شا…

غړي

سرپل کې د جګړې له امله ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي

پرون مازدیګر د سرپل په اسیاد باد او نواباد توغني سیمو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله سلګونو کورنیو خپل کورونه پرېيښي او د سرپل ښار په ځینو ښوونځیو کې…

نور راپورونه