ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب خلک: جګړې زموږ وزرونه مات او له طبیعت او پسرلي یې بې برخې کړي وو

د فاریاب خلک: جګړې زموږ وزرونه مات او له طبیعت او پسرلي یې بې برخې کړي وو

author avatar
19 Mar 2022 - 19:56
د فاریاب خلک: جګړې زموږ وزرونه مات او له طبیعت او پسرلي یې بې برخې کړي وو
author avatar
19 Mar 2022 - 19:56

مېمنه (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو او کب میاشتې له پیلېدو سره چې تر اوسه لاله او یاسمن ګلونه نه دي غوړېدلي، د فاریاب مرکز (میمنې ښار) او ولسوالیو په سلګونو اوسیدونکي د دغه ولایت په شنو دښتو او غونډیو کې هره ورځ  تفریحي ​​او سیمه ییزې لوبې کوي.

سږ کال د کب میاشتې له پیلېدو سره چې تر اوسه د لاله او یاسمن ګلونه نه دي غوړېدلي، د فارياب ولايت د ميمنې ښار او ولسواليو په سلګونو اوسېدونکي هره ورځ د دغه ولایت په شنو غونډيو کې کېږدۍ وهلي؛ تفريح او سيمه ييزې لوبې کوي.

دوی وايي، د جګړو او ناامنیو له امله شاوخوا ۱۵ کاله په پنجرو کې بند مات وزرو مرغانو په څېر ژوند وکړ؛ له پسرلني طبیعت او زرغونتیا بې برخې وو، خو په هېواد کې د بدلون او نسبي امنيت له راتګ وروسته، فضا برابره شوې، دښتو او د غرونو لمنو ته راوتلي، له تازه هوا او ښکلي طبيعته خوند اخلي.

د پژواک خبري اژانس سيمه ييز خبريال قطب الدين کوهي د جمعې په ورځ  (د کب په ۲۷مه) د فارياب ولايت په خواجه سبزپوش او المار ولسواليو کې د لسګونو پسرلنيو تفریح ځایونو له جملې، دوو تفریح ځایونو ته ورغلی او دغه راپور یې چمتو کړی دی.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د الحمدي بابا په شنو او مخورو غونډیو کې د نورو تر څنګ، د میمنې ښاروالۍ کارکوونکي هم له خپلو یو شمېر ملګرو سره په چکر تللي او د المار ولسوالۍ په چهار راه سیمه کې د شهید غلام فاروق فوټبال لوبډله له زرو د ډېرو کسانو په رابللوسره، د «جام صلح و همدلي» په سیالۍ کې خپله اتلولي ولمانځله چې د کليو پراختیا وزارت د پاليسۍ مرستيال قاري صلاح الدين هم پکې ګډون درلود.

د فارياب ښاروالۍ د معلوماتي  ټکنالوژۍ مدیر احمد جاوېد نوري وايي، خلکو له ۱۵ کلونو راهیسې د جګړو او ناامنيو له امله نه شوای کولای له ښاره ووځي، تفريحي ځايونو ته له تګ او په سيمه ييزو تفريحي فعاليتونو کې له ګډونه بې برخې وو؛ اوس چې امنیت ټینګ شوی، له فرصته په استفادې د ښاروالۍ له کارکوونکو او ملګرو سره یوځای په الحمدي بابا سیمه کې تفریح کوي، د پسرلي له ښکلي طبیعته یې خوند واخیست.

د میمنې ښاروال داملا محب الله موفق وویل:«سږ کال خدای پاک ولس ته دوه ستر نعمتونه ورکړي چې یو یې د اسلامي نظام ټینګښت او د امنیت تامین دی او بل یې ورښتونه دي چې د فاریاب طبیعت یې د بل هر کال په پرتله، متفاوت او زرغون کړی دی.»

هغه وايي، کارکوونکو پرېکړه وکړه چې د تېرو کلونو ستړیا له منځه یوسي او د پسرلي له ښکلي طبیعت نه خوند واخلي؛ نو ځکه د الحمدي بابا دښتې ته راغلل څو  له شنې او ملایمې فضا او پاکې هوا یې ګټه پورته کړه.

په المار ولسوالۍ  کې د شهید غلام فاروق لوبډلې د «جام صلح و همدلي» په سیالۍ کې خپله اتلولي چې یوه میاشت مخکې پای ته رسېدلې وه، له میمنې ښار او نږدې ولسوالیو د څه باندې زرو کسانو په رابللو سره ولمانځله. دې مراسمو ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزرت د پالېسۍ جوړونې معین ‎قاري صلاح الدین ایوبي هم راغلی و.‎

د المار د فوټبال فډراسیون مسوول سید امین هاشمي وویل، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال، امنیتي وضعیت ښه شوی، پرله پسې اورښتونو، دښتې او غونډۍ شنې کړي؛ له شته فرصته په ګټې اخیستنې سره د خپلې لوبډلې اتلولي د چهار راه په شنو غونډیو کې ولمانځله.

هاشمي وويل چې د دوی په پسرلنۍ مېله کې ‎ له ميمنې ښار او نږدې ولسواليو شاوخوا ١٣٠٠ کسان رابلل شوي وو؛ د هغوی د ډوډۍ او میلمه پالنې لګښتونه د شهید غلام فاروق بیشقره لوبډلې پلویانو له خوا چمتو شوي وو.

د ميمنې اوسېدونکى ډاکټر محب الله چې له خپلو ماشومانو سره يې په یاده مېله کې ګډون کړی وایي، له نږدې دوو لسيزو وروسته د دې فرصت ترلاسه کړى چې د خپل وطن دښتو او غونډیو ته راووځي، چکر ووهي او تازه هوا تنفس کړي.

هغه د دې ځای ښکلي طبیعت ته په اشارې وویل:«جګړه د دې لامل شوې وه چې موږ له دې ښایستونو بې برخې شو؛ خو اوس الحمدالله سوله او امنیت ټینګ شوی دی، موږ راغلي یو چې تفریح وکړو.»

شهاب الدین چې له خپلو ملګرو سره دغه تفریحي ځای ته راغلی و، وویل: «د خدای شکر ادا کوو چې زموږ په هېواد کې سوله او امنیت راغلی او موږ دلته راغلي یو څو له ښکلي طبیعت خوند واخلو.»

هغه وايي، ځوانان له پسرلني فرصته په استفادې، د غېږ نیونې، فوټبال، توپ ډنډې او نورې سیمه ییزې لوبې کوي.

فاریاب د هېواد یو له شنو او کرنیزو ولایتونو دی چې د افغانستان د مرکز‎ کابل شمال لوېدیځ ته په ۸۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

Visits: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.