Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روسیې د بېړني حالت وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه یې افغانستان ته د بشري مرستو پنځمه جوپه لېږلې ده.
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي ویلي هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي او دغهراز ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم هم پرانیستل شي.
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه به په نږدې وخت د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.
کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزیر ويلي، د مسکو او تهران ترمنځ د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون به په نږدې
د بحرین او روسیې یو شمېر سوداګر او پانګهوالو د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د هوایي چلند امنیت خوندیتوب، مسلکي کادرونو روزنې او روغتیا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د برېکس په ۱۶مه ناسته کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ته رسېدلی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي.
د روسیې ولسمشر وایي چې هېواد یې د اوکراین پر وړاندې د بریا لپاره د بېپیلوټه الوتکو تولید په روان کال کې لس برابره زیات کړی دی.
د روسیې ولسمشر فرمان صادر کړی چې د دغه هېواد د وسلهوال پوځ شمېر دې ۲،۳۸ میلیون کسانو ته چې ۱،۵ میلیون به یې سرتېري وي، لوړ شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست د «فرهنګونو اتحاد» فورم ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې سنپټرزبورګ ښار ته ولاړ.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په داسې حال کې تهران ته تللی چې د اسماعیل هنیه له ترور وروسته ترینګلتیا ډېره شوې او په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په دوام د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم ایران ته سفر کړی دی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سبا (دوشنبه) په یوه دوه ورځني سفر روسیې ته ځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP