Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غزنيښار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې د
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا لپاره یې څه باندې ۶.۳ میلیون ډالره بشري مرسته ترلاسه کړې ده.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ د «غارموشک» سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د یوازېني روغتیايي مرکز فعالیت له پنځو میاشتو راهیسې درېدلی او دوی اوس دغلته لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
په داسې حال کې چې د نسايي ولادي برخې متخصصین د مېندوارۍ پر مهال مراقبتونه د مور او ماشومام د روغتیا لپاره مهم بولي، خو د غور په دولتیار ولسوالۍ کې ځینې ښځې وايي، له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، د پوهاوي کچې ټیټوالي او ځینو کورنیو ستونزو له امله د مېندوارۍ دورې خدماتو ته کم لاسرسی لري.
د عامې روغتيا وزارت د لومړنيو روغتيايي خدمتونو ریيس وايي چې لا هم د ټول هېواد ۲۵ سلنه سيمې سپینې دي او خلک یې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د یوې عادي ناورغۍ لپاره هم د خوست ښار ته سفر وکړي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ د کرونګ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمه کې یې هیڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې نشته او له حکومته غوښتنه کوي چې روغتیایي مرکزونه ورته جوړ کړي.
د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ زیاتره خلک روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته د تلو لپاره باید څو ساعته په موټر کې مزل وکړي.
د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو نړیوال صندوق «ګلوبل فنډ» وایي، په افغانستان کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره څلور میلیون او اووه لکه ډالره مرسته تصویب کړې ده.
د فراه عامې روغتیا رییس وايي چې د دغه ولایت د شلو سیمو شاوخوا سل زره اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له ستونزو سره مخ دي.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند د «هوز» سیمې یو شمېر خلک وايي، دوی روغتيايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې روغتیايي خدمات ورته برابره کړي.
د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د بینادر او صفار سیمو یو شمېر خلک وايي چې روغتيايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لري خو روغتیايي مسوولین د هغوی دغه ادعا ردوي او زیاتوي چې د ګرمسېر ټولو سیمو کې روغتيايي مرکزونه شته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP