Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د څرخي پله د فني او حرفوي زدهکړو په مرکز کې له نشهیي توکو رغېدلو څه باندې ۵۰۰ کسانو ته د فني او حرفي زدهکړو پروګرام پیل شو.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې لسګونه روږدي د درملنې او مراقبت له ۱۲ میاشتنۍ دورې وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د دایکنډي امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې ۲۰۰ روږدي له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ور وګرځېدل.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشهیي توکو سلګونه روږدي له درملنې او مسلکي زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د ننګرهار د امنيه قومانداني مسوولین وايي، د جلالاباد ښار له واټونو څخه يې لسګونه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې پلازمېنې کابل ته ولېږدول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د کابل په څرخي پله سیمه کې ۵۶۰ درملنه شوي روږدي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه فارغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۲۲ زره روږدو درملنه شوې او د نشهیي توکو د پروسس ۱۳۵۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نشهیي توکو ۱۳۰۰ روږدي له یوه مراقبتي او درملیز پړاو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د کندوز امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو کلونو کې د نږدې ۲۰۰۰ روږدو درملنه شوې او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې سږ کال یې د درېیو زرو کسانو درملنه شوې ده.
په نشهیي توکو یوه روږدي کس – چې دا مهال کابل کې تر درملنې لاندې دی – قرانکریم په ښکلي خط لیکلی او بشپړ کړی یې دی.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۰ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې د لس زرو کسانو درملنه شوې او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP