Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د بشردوستانه مرستو ادارې/ BHA په مالي او د افغان کډوالو مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې/ DACAAR په تخنیکي ملاتړ د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۳۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پیل او زرګونه خلک له دغې اسانتیا برخمن شول.
د زابل د کرکټ امریت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کرکټ امریت له لوري پیل شوې شل اووریزې سیالۍ -چې پنځلس ورځې یې دوام وکړ- نن پای ته ورسېدې.
د زابل امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې دوه مجسمې- چې اټکل کېږي زرګونه کلونه مخینه لري- کشف او ترلاسه کړې دي.
د زابل چارواکي وايي، د کابل- کندهار پر عمومي لاره او د دغه ولایت په سيوري ولسوالۍ کې د دوو موټرو د اوښتو په پېښو کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت د میزانې او د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پهلوانانو له لوري د غېږو د نیولو سیالۍ پیل شوې چې تر ۲ سوه زیات پهلوانانو په کې ګډون کړی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پوهنتون ته د ودانۍ جوړېدو او د استادانو ستونزو ته د رسېدنې ژمنه کړې ده.
په زابل او نورستان ولایتونو کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور ژوبل شوي دي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس نن د کب په ۱۱مه زابل ته سفر وکړ او ویې ویل، د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د «تورې بند» جوړولو چارې به چټکې او ژر بشپړې شي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د کرکټ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام ولري.
د زابل په مېزانې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او په مرکز کلات کې بیا د یوې بلې ورته شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال د زابل د والي بسمالله افغانمل پر موټر په داسې حال کې تېل پاشل شوي او اور وراچول شوی چې زوی او ورور یې هم په کې سپاره وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP