د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت د میزانې او د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پهلوانانو له لوري د غېږو د نیولو سیالۍ پیل شوې چې تر ۲ سوه زیات پهلوانانو په کې ګډون کړی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پوهنتون ته د ودانۍ جوړېدو او د استادانو ستونزو ته د رسېدنې ژمنه کړې ده.
په زابل او نورستان ولایتونو کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور ژوبل شوي دي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس نن د کب په ۱۱مه زابل ته سفر وکړ او ویې ویل، د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د «تورې بند» جوړولو چارې به چټکې او ژر بشپړې شي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د کرکټ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام ولري.
د زابل په مېزانې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او په مرکز کلات کې بیا د یوې بلې ورته شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال د زابل د والي بسمالله افغانمل پر موټر په داسې حال کې تېل پاشل شوي او اور وراچول شوی چې زوی او ورور یې هم په کې سپاره وو.
کلات (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د ښاروالۍ له لوري د ښار په کوڅو کې د جغلاچونې، ویالو جوړولو او
د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت په ګډون د کندهار او اروزګان ورزشکارانو ترمنځ د «فول رزم» سیالۍ وشوې.
د زابل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې یو صراف په مرموز ډول وژل شوی دی.
د زابل په مرکز کلات کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د ځوانانو چارو معینیت له لوري د وړیا زدهکړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په یوه تازه ګام کې یې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تاریخي ابدو په توګه ۱۸ سیمې مشخصې او ثبت کړې دي.