د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د څارویو غوښې بیه لوړه شوې چې ښاروالي یې باید کنټرول کړي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام/ UNDP له لوري د زابل د مرکز کلات ښار اړوند په «تنه څاه» کلي کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه بند جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د زابل د کلات ښاروالۍ مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مرسته د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې ۶ زره او ۲۹۵ کسان پر کار ګومارل کېږي.
کلات (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د زابل د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ له ورغلي پلاوي وغوښتل
په پکتیکا او زابل ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سویډن او نيډرلینډ هېوادونو کې قرانکریم ته د شوي سپکاوي غبرګون کې لاریونونه وکړل او د سپکاويکوونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
په زابل کې د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې یې تر دغه مهاله ۱۰۵ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
د زابل د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د بادامو په حاصلاتو کې ۲۳ سلنه ډېروالی راغلی چې ډېره برخه یې هندوستان او پاکستان ته صادر شوي دي.
د زابل په مرکز کلات کې د پاور لفټینګ/ وزن پورته کولو سیالۍ وشوې چې د دغه ولایت د دوو کلبونو ۳۰ لوبغاړو ګډون په کې کړی وو.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت له مېزانې ولسوالۍ وروسته په شینکۍ ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۲۰۰ کسان- چې ډېری یې ماشومان دي- د سړې هوا له امله پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د زابل د کرونا روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د هوا سړېدو او روغتیا ساتنې ته نه پاملرنې له امله په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د زابل مرستیال والي وايي، د دغه ولایت د اوسېدونکو له پرلهپسې غوښتنو وروسته په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار په اوونۍ کې څلور ورځې د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د زابل د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز کلات کې د پوهنې ریاست او د ۱۱ ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د برېښنا او اوبو سیسټم فعال شو.