ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې نهه کلینیکونه او ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعاله شول

په زابل کې نهه کلینیکونه او ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعاله شول

author avatar
30 Jun 2022 - 23:12
په زابل کې نهه کلینیکونه او ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعاله شول
author avatar
30 Jun 2022 - 23:12

کلات (پژواک ۹ چنګاښ ۱۴۰۱) دزابل دعامې روغتیا ریاست چارواکي خبر ورکوي، چې ددې ولایت په مرکز او پنځو هغو ولسوالیو کې چې اوسیدونکې یې دروغتیايي خدمات څخه بې برخې وو، نهه کلینیکونه او ګرځنده ټیمونه فعاله کړي.

دزابل دعامې روغتیا رییس داکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري آژانس ته وویل، دا کلینیکونه دمرکز کلات او پنځو ولسوالیو شملزو، ارغنداب، دایچوپان، شینکۍ او شاه جوۍ ولسوالیو کې فعاله شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ددې کلینیکونو د تمویل په برخه کې دWHO یا دروغتیا دنړیوال سازمان مرسته کوي، چې په سیمه کې د (YOUTH HEALTH DEVELOPMENT ORGANIZATION ) یا دځوانانو دروغتیا او پرمختګ موسسې لخوا تطبیقیږي ،چې ناروغانو ته به درمل او لس ډوله واکسین ورکول کیږي.

دعامي روغتیا رییس زیاته کړه، هڅه کوي، چې دا کلینیکونه په همدې سیمو کې دایمي فعاله اوسي او خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. هغه همدا ډول وویل په پام کې لري، ترڅو په کلات ښار کې د روږدو کسانو یو روغتون هم فعاله کړي، چې په دې برخه کې یې دیوشمیر موسسو سره یې خبرې کړې او هغوي هم د روغتون دجوړیدو او تمویل په برخه کې ورسره ژمنې کړې دي. ګ

د زابل سرپرست والي سلیمان اغا بهیر هم ددې کلنیکونو پر پرانیستې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، دا هغه سیمي دي، چې اوسیدونکو یې له کلونو کلونو راهیسې له روغتیايي خدماتو  بې برخې وو، چې اوس یې دا ستونزه حل شوه.

نوموړي وویل، ولایتي اداره هڅه کوي، چې ددې ولایت داوسیدونکو روغتیايي ستونزو دحل لپاره جدي کار وکړي او هغو سیمو ته روغتیايي خدمات ورسوي، چې لاهم یې اوسیدونکي په دې برخه کې ستونزې لري.

بل لوري ددې ولسوالیو اوسیدونکو ددې کلنیکونو په پرانیستي خوښ دي او زیاتوي، چې وړاندې یې دژمي په موسم کې دلارې دخرابوالي او اورښتونو له امله نشواش کولاي، چې خپل ناروغان پروخت روغتیايي مرکزونو پورې ورسوي.

د شاه جوی ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي رحمت الله وایي چې په سیمه کې یې نږدې روغتیايي کلنیک  نه و  چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ وو.

Visits: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.