زابل کې پر ۱۰زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي دي
د زابل چارواکي او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۰زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې تر پخوا یې په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.
د زابل چارواکي او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۰زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې تر پخوا یې په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.
په زابل کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په لړ کې به یې، د دغه ولایت ۱۷۲ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین او ویټامین اې ورکړل شي.
په زابل کې د پوهنې رياست له خوا د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې. په دې وروستيو کې په زابل کې د کرکټ مينه وال زيات شوي او دا مهال په دې ولايت کې سلګونه ځوانان دا لوبه کوي.
امنیتي چارواکي وايي، د زابل په شملزو ولسوالي کې یې پاکستان ته د ۳۵۰ پسونو د قاچاق مخینوی کړی او ورسره په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.
د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت ډېرې سیمې د مخابراتي شبکو له خدماتو بې برخې دي، خو په هغو سیمو کې چې دا خدمات شته، کیفیت یې ډېر ټیټ دی.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې یوه مزدا موټر یوه ماشومه وهلې او مړه کړې ده.
د زابل مستوفیت وايي، د تېر مالي کال په اوږدو کې یې ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي چې د مخکني جمهوري نظام پر مهال او بیا له بدلون وروسته له مالیاتي او غیر مالیاتي سرچینو ترلاسه شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ د شېخال کلي څه له پاسه ۲۰۰ اوسېدونکي کولرا ته په ورته ناروغي اخته شوي چې له ډلې یې د ۲۰ تنو…
په زابل کې د روغتیايي خدماتو د پياوړتیا او لرو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په موخه، د دغه ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۸ موټرسایکلونو مرسته وشوه.
د زابل په مرکز کلات کې د عزیزالله په نوم یو تنکی ځوان وژل شوی دی.
د زابل د عدلیې ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله په مرکز کلات او ولسوالیو کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د زابل روغتیايي چاروراکي وايي، د روان زېږدیز کال په درېیو میاشتو کې د دغه ولایت ۱۰۱۷ ماشومان، د شري په ناروغي اخته شوي چې ۱۳ تنه ترې مړه شوي دي.
د زابل د ترافیکو مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکو پېښو کې دوه کسان مړه شوي دي.
د زابل د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، د جګړې له درېدو سره، دغه ولایت ته له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بیرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
د زابل اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لېوني سپي ډېر شوي چې ګڼ ماشومان او لویان یې داړلي دي.
د زابل په مرکز کلات کې لسګونو کسانو په یوه لاریون کې په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران کې د افغان کډوالو ځورول په سختو ټکو وغندل او دا راز کړنې یې د نړیوالو قوانینو خلاف وبللې.
د زابل ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې د ترافیکي پيښې له امله ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
د زابل د اقتصاد رییس وايي، د امنیت له ټینګښت وروسته دغه ولایت ته د بهرنیو موسسو پاملرنه ډېره شوې ده.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس حکمت الله رهبر پژواک خبري…
په زابل ولایت کې د علماوو ولایتي شورا رسماً خپل کارونه پیل کړل چې د چارواکو په وینا، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې ګومارل شوې ده.
د زابل پوهنې ریاست وايي، اړوند وزارت ۱۸۲زره ټوکه درسي کتابونه ورکړي چې ورسره به تر یوه بریده د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي. د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت…
د زابل په مرکز کلات کې د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو لپاره د زده کړې وړیا مرکز پرانیستل شو.
د زابل د مخابراتو رییس وايي، د دغه ولایت ۳ ولسوالۍ (دایچوپان، نوبهار او اټغر) له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي، خو په دې وروستیو کې یې هڅې پیل کړې څو دا ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.