د زابل په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه سیمهییز ټولګي جوړ شوي او ۲۴ زره ماشومانو ته په کې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
کلات (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د دغه ولایت د بایسکل ځغلونې فدراسیون له لوري د بایسکل ځغلونې سیالۍ
د زابل اوسېدونکي وايي، که په مرکز کلات کې پر ترنک سیند جوړ شوی پل – چې اوس یې ډېرې برخې زیانمنې شوې – و نه رغول شي، نو په را روان ژمي کې یې د بشپړ ویجاړېدو ګواښ شته.
د زابل په مرکز کلات کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غورهلیګ سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
کلات (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د کورنیو چارو سرپرست وزیر زابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو غوښتي چې
د زابل په مرکز کلات کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه.
په زابل کې د میرویس نیکه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې چې پنځه ورځې به دوام ولري.
د چارو اداره وايي، د زابل ولایت د شلمزو ګمرک د جوړېدو لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اراضي له تثبیت وروسته دې د ګمرک ډیزاین او طرح جوړه کړي.
د زابل په مرکز کلات کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، په دې وروستیو کې د زابل په مرکز کلات کې لېوني سپي ډېر شوي او لسګونه کسان یې داړلي وو چې اوس یې د مخنیوي کمپاین پيل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان/ FAO UN- له لوري په زابل کې پر ۷ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې وېش پیل شو.
د زابل په مرکز کلات کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او د اروزګان په مرکز ترینکوټ، چورې او دهراود ولسوالیو کې، د څښاک اوبو د ورته ۸ شبکو جوړولو چارې پيل شوې.