ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز د لېږد او طالبان یې د نیولو ادعا کوي

چارواکي د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز د لېږد او طالبان یې د نیولو ادعا کوي

author avatar
13 Jun 2021 - 14:24
چارواکي د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز د لېږد او طالبان یې د نیولو ادعا کوي
author avatar
13 Jun 2021 - 14:24

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): امنیتی چارواکي وايي، د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز یې له اوسنۍ سیمې بلې مناسبې سیمې ته لېږدولی دی.

خو وسله وال طالبان وايي، تېره شپه دولتي سرتېري له ارغنداب ولسوالۍ څخه وتلي او د ولسوالۍ مرکز د دوی لاس ته لوېدلی دی.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، د زابل ولایت د نظامي شورا د پرېکړې او د سیمې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ یې د ارغنداب ولسوالۍ مرکز له اوسني ځای څخه د دغې ولسوالۍ د دشت اومکي سیمې اړوند مسعود کمپ سیمې ته لېږدولی.

هغه زیاته کړه، دغه ګام د اداري چارو د لا ښه سمون او د خلکو د اسانه لاسرسي په موخه اخیستل شوی دی.

دی وايي، امنیتي ځواکونه له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي چې د خلکو امنیت خوندي کړي او د وسله والو د بریدونو مخنیوی وکړي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د اړوندو نورو چارواکو نظر هم واخلو خو و نه توانېدو.

 

خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه دولتي سرتېري له ارغنداب ولسوالۍ څخه د چورلکو په وسیله وتلي او د ولسوالۍ مرکز د دوی لاس ته لوېدلی دی.

دی وايي، په دې اړه نور جزییات وروسته خپروي.

د زابل د مرکز کلات یوه اوسېدونکي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، اټغر، نوبهار، شینکۍ، دایچوپان او خاک افغان هغه ولسوالۍ دي چې وار له مخه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د شینکۍ ولسوالۍ ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې، دولت ته یوازې له ولسوالۍ دباندې د ملي اردو یو کنډک پاتې دی.

دی وايي، په ورته توګه تېره میاشت د شاجوی ولسوالۍ ټولو پوستو سقوط وکړ، د ولسوالۍ بازار د طالبانو په ولکه کې دی، دولت ته له بازاره دباندې د اردو یو کنډک او د ولسوالۍ ودانۍ ورپاتې دي.

نوموړی زیاتوي، د مېزانې ولسوالۍ مرکز هم موده مخکې د کلات اړوند سیمې (مسعود کمپ) ته رالېږدول شوی دی.

د ده په خبره، یوازې شملزي او ښار صفا ولسوالۍ پاتې دي چې هغه هم له ډېره وخته د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل ولایتي شورا رییس څو ورځې مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د کمزوري مدیریت له امله امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی، که مرکزي اداره دغه ولایت ته پاملرنه و نه کړي نو د سقوط ګواښ یې شته.

هغه ویلي و، جګړه د ښار تر څنډو را رسېدلې ده، هره شپه کمربندي پوستې یو په بل پسې سقوط کوي.

دی وايي، همدا اوس د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، هغه ولسوالۍ چې پاتې دي، یوازې يې مرکزونه او څو ودانۍ د دولت په واک کې دي چې هغه هم په دې وروستیو کې د وسله والو تر بریدونو لاندې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، وسله والو د زابل د ناامنه کولو لپاره حشر کړی او له بېلابېلو ولایتونو لکه غزني، پکتیکا او کندهار څخه یې وسله وال دغه ولایت ته را غوښتي دي.

خو نوموړی وايي چې دا هر څه او د زابل وروستۍ ناامنۍ د کمزوري مدیریت له امله دي، په داسې حال کې چې دلته د وسله والو د ځپلو لپاره کافي ځواک او مهمات شته.

وسله وال طالبان له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د ۲۵ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي، خو حکومت وایي چې یو شمېر یې دوی په خپله پرېیښې دي.

 

Visits: 212

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.