ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د ښوونکو بستونو لپاره له سلګونو کسانو ازموینه واخیستل شوه

زابل کې د ښوونکو بستونو لپاره له سلګونو کسانو ازموینه واخیستل شوه

author avatar
19 Sep 2022 - 18:34
زابل کې د ښوونکو بستونو لپاره له سلګونو کسانو ازموینه واخیستل شوه
author avatar
19 Sep 2022 - 18:34

کلات (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱ ) د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، نن یې د دغه ولایت په مرکز کلات کې د ښوونکو په توګه د ګومارنې لپاره له سلګونو کسانو څخه ازموینه واخیسته .

د زابل د پوهنې رئیس مولوي محمدعثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په مرکز کلات، شاه جوی، ښارصفا، شینکۍ، سیوري او میزاني ولسوالۍ کې ۳۸۰ کسان د ښوونکو په توګه ګوماري چې نن یې له يوولس سوه ګډونوالو څخه په همدې موخه ازموینه واخیسته او بریالي کسان به مقرریږي.

ده زياته کړه، په ټولیز ډول دوی په مرکز کلات او ولسوالیو کې ۵۸۰ ښوونکي ګوماري چې د لرې پرتو ولسوالیو لپاره لا له وړاندې ازموینه اخیستل شوې وه.

د هغه په وينا، د نن او لرو ولسوالیو د ازموینو په بهیر کې ۲۰۰۰ کسانو ګډون درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.