Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سرپل کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یوه نجلۍ وژل شوې او یوه بله له ځانوژنې ژغورل شوې ده.
د سرپل ځایي مسوولینو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اووه میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د سرپل بزګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري ټیټېدو اندېښمن کړي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د لویو سړو خونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې لس نوې لرغونې ساحې وپېژندل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور سرپل ته په خپل سفر کې ویلي، له تخنیکي سروې وروسته به په دغه ولایت کې د ۲۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د سلطان ابراهیم درې بند د جوړولو عملي چارې پیل شي.
د سرپل والیبال سیالیو ټورنمنټ چې دوه میاشتې مخکې د غوره څېرو پېژندلو په موخه پيل شوی و، د یاد ولایت سوزمهقلعه ولسوالۍ اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
سرپل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ د اداري ودانۍ چارې د یاد ولایت د مسوولینو له لوري د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون وایي، سرپل کې له ۵۰ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې او د ځمکو د بانک په سیستم کې ثبت شوې ده او له ۴۳ زره ډېره غصب شوې ځمکه تثبیت او پېژندل شوې ده.
امنیتي سرچینې وایي چې سرپل ښار کې له سړکه د یوه موټر وتلو او چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرپل کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن