Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یوه ځوان او د سرپل په ګوسفندې ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
سرپل کې د کرنې ریاست مسوولین وايي چې تېر کال ژمي کې د سړې هوا له امله په دغه ولایت کې سږ کال د چهامغزو حاصلات نږدې ۳۰ سلنه کم شوي، خو سرپل کې بڼوال او بزګر د کرنې او بڼوالۍ د مېکانیزه کولو غوښتنه کوي.
ځایي سرچینې وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سلګونه لېتر الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او بلخوا سرپل کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک د قاچاق مخنیوی شوی او د دواړو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د سرپل امنیه قومانداني وايي چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یو سپینږیری د چاقو په ګزارونو وژلی دی.
د سرپل امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کوهستانات ولسوالۍ سړک د ۶،۵ کیلومتره برخې د جغلاچونې او هوارکارۍ چارې د اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سرپل کې د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له خوا د سل زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرپل کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی او په تړاو یې د هغه مېرمن نیول شوې ده.
د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه د دغه ولایت د قشقري له نفتي څاګانو د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغو څاګانو استخراج په ورځ کې له ۶۵۰ څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د سرپل یو شمېر کروندګر د تېر کال په نسبت د پنبې د بیې پنځوس سلنه ټیټوالي له امله اندېښمن دي، خو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د پنبې لپاره د بازار پیدا کولو په هڅه کې دي.
سرپل کې د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته د ۱۰۰ جوړو ګډ واده مراسم د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او د دغه ولایت د ځینو اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
سرپل کې ځايي مسوولین وایي د دغه ولایت په سوزمهقلعه ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن