Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سرپل کې ځايي مسوولین د سېلاب راوتلو له امله مرکز سره د کوهستانات ولسوالۍ د لارې له تړل کېدو او د سلګونه جریب کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو خبر ورکوي.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی دی.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د تېرې اونۍ واورې ورېدو له امله روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې پایله کې یې دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د درسي کتابونو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې د درسي کتابونو کمښت ستونزه ۷۵ سلنه هواره شوې ده.
د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د ۱۸ او د سرپل په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېببال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د سرپل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سرپل سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په مڼځګړيتوب د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو.
د سرپل د والیبال ټورنمنټ چې له مرکز او ولسوالیو د شپږو ټیمونو په ګډون پیل شوی و، د سرپل د ښاروالۍ ټیم په اتلولۍ او د کوهستانات ولسوالۍ د الجهاد ټیم په نایب اتلولۍ پای ته ورسېد.
سرپل کې یو شمېر کروندګر د پیازو د بیې ټیټوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو د وارداتو مخه ونیسي او یا دې د دغه محصولاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
د سرپل امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د انسجام امر د انسانتښتوونکو له منګلو ازاد شوی او په دې تړاو لس کسان نیول شوي دي.
د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یوه ځوان او د سرپل په ګوسفندې ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
سرپل کې د کرنې ریاست مسوولین وايي چې تېر کال ژمي کې د سړې هوا له امله په دغه ولایت کې سږ کال د چهامغزو حاصلات نږدې ۳۰ سلنه کم شوي، خو سرپل کې بڼوال او بزګر د کرنې او بڼوالۍ د مېکانیزه کولو غوښتنه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن