ژبه

سرپل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو

شبرغان (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د سرپل ولایت په مرکز کې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو.

یاد نندارتون د حقمل نندارتونیزو خدمتونو شرکت او د سیکارام احمدي بازارموندنې خدمتونو شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ پرانیستل شوی دی.

د سرپل د ولایت مقام مرستیال ملا خال‌محمد حقاني د یاد نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وویل: «اقتصادي ځان بسیاینه د کورنیو تولیداتو له ودې پرته ممکنه نه ‌ده او موږ له داسې پروګرامونو چې د اقتصادي ودې او د محلي وړتیاوو پېژندنې ته زمینه برابروي، په کلکه ملاتړ کوو.»

د هغه په وینا، یاد نندارتون کې لس قلمه کرنیز محصولات او لبنیات، لاسي صنایع او د دغه ولایت د اوسېدونکو نور محصولات د درې ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوې دي.

ورته مهال، د حقمل نندارتونیزو خدمتونو شرکت عمومي رییس مسعود حقمل وویل: «زموږ موخه د دغه نندارتون له جوړولو د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول او له ملي تولیدوونکو ملاتړ دی. موږ هڅه کوو چې دا ډول پروګرامونه په نورو ولایتونو کې هم په لاره واچوو.»

دغه‌راز، د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مفتي محمدشاکر د کورنۍ صنایع د ودې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «نننی نندارتون یوازې یو سوداګریز فعالیت نه‌دی، بلکې د سرپل ولایت په کچه د اقتصادي پرمختګ په لور یو لوی ګام دی، موږ د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې له هغو ټولو پروګرامونو ملاتړ کوو چې د کوچنیو صنایعو د ودې، د کاري فرصتونو د برابرېدو او د ملي تولیداتو د ملاتړ لامل ګرځي.»

هغه زیاته کړه، سرپل ولایت د لاسي صنايعو، کرنې، لبنیاتو او نورو بومي تولیداتو په برخه کې ډېر ظرفیتونه لري او دا وړتیاوې باید په پراخه کچه وپېژندل شي.

هغه له ټولو اړوندو بنسټونو او خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې له کورنیو تولیدوونکو ملاتړ وکړي.