Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د سمنګان روغتیايي مسوولینو په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۱۴۹۰۰ ماشومان د مرکز او ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي دي.
سمنګان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «ووینام» شپږم پړاو سیالۍ چې په کې لسګونو ورزشکارانو ګډون کړی و، پای ته ورسېدې.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
سمنګان کې ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې نن رسماً د سوالګرو د ټولولو او د هغو د بایومتریک لړۍ پیل شوه او له مستحقو سوالګرو به ملاتړ وشي.
ایبک (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د سمنګان ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز او اوو ولسوالیو د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د
د سمنګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وايي، په دغه ولايت کې د انجې د بوټي کرکېله او ترویج زیات شوی، خو سږ کال په بازار کې د دغه بوټي د شیرې بيه د پام وړ ټيټه شوې ده.
سمنګان کې روغتیایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یوې ښځې څلور ماشومان زېږولي دي.
سمنګان کې ځایي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په شاوخوا ۱۷۰ پرمختیايي پروژو کې زرګونو کسانو ته د لنډمهال کار زمینه برابره شوې ده.
په سمنګان کې د وچې مېوې ټولنې مسوولین وایي چې دغه ولایت کې یې له ۳۰۰ ډېرو بېوزلو او اړو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
سمنګان کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په درهصوف پایان ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه او ورسره په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.
د سمنګان روغتیایي مسوولینو د دغه ولایت د ولایتي روغتون له ۸۰ بستره ۲۴۰ بسترو ته د ارتقا خبر ورکړی او وایي چې له دې سره د روغتون ایسيیو او انتاني برخې هم فعاله شوې دي.
د سمنګان د خُرم سارباغ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ له مرکز پرته په ډېرو کلیو کې خلک له مخابراتي او انټرنېټي خدماتو محروم دي، خو مسوولین بیا وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن