Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سمنګان کې د حلبيسازۍ صنعت یو له پخوانیو صنعتونو دی چې د خلکو د ژوند طریقه کې د بدلون له امله د هېرېدو په حال کې دی، خو حلبيسازان وایي چې د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.
سمنګان کې ځایی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي دي.
ځایي مسوولین وایي چې سمنګان کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو چکډیمونو او فراه کې د دوو استنادي دېوالونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د سمنګان د نوي ښارګوټي ځيني اوسېدونکي وایي چې دغه ښارګوټي کې خلک لومړنیو خدماتو لکه ښوونځي، روغتیایي مرکز، د څښاک اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري، خو مسوولین د یادو ستونزو پر هواري ټينګار کوي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو له لوړالي شکایت کوي او وايي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت په ټیټېدو سره هم د لومړنیو توکو بیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
سمنګان کې یوه زړه ښځه چې خپله څه باندې یو جریب ځمکه یې روغتیايي مرکز ته وقف کړې وايي، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو یې یوه ډېره لویه پخوانۍ هیله پوره شوه.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سمنګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف ولسوالۍ کې یې د نشهيي توکو یوه زېرمه سوځولې او له هغې سره په تړاو یې څلور کسان هم نیولي دي.
سمنګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د موسمې سېلابونو د مخنیوي، د باران د اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا په موخه د رباتک چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د سمنګان روغتیايي مسوولینو په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۱۴۹۰۰ ماشومان د مرکز او ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي دي.
سمنګان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «ووینام» شپږم پړاو سیالۍ چې په کې لسګونو ورزشکارانو ګډون کړی و، پای ته ورسېدې.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP