ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې یوې ۹۰ کلنې ښځې خپله شخصي ځمکه یوه روغتیايي مرکز ته وقف کړې ده

سمنګان کې یوې ۹۰ کلنې ښځې خپله شخصي ځمکه یوه روغتیايي مرکز ته وقف کړې ده

author avatar
13 Nov 2023 - 19:20
سمنګان کې یوې ۹۰ کلنې ښځې خپله شخصي ځمکه یوه روغتیايي مرکز ته وقف کړې ده
author avatar
13 Nov 2023 - 19:20

ایبک (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): سمنګان کې یوه زړه ښځه چې خپله څه باندې یو جریب ځمکه یې روغتیايي مرکز ته وقف کړې وايي، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو یې یوه ډېره لویه پخوانۍ هیله پوره شوه.

بي‌بي رابعه چې ۹۰ کلنه ده، د خپلوانو په وینا یې، د سمنګان د خرم او سارباغ ولسوالۍ په تاتارچل کلي کې د یوه روغتیایي مرکز جوړول د هغې لویه هیله وه چې بالاخره ورته ورسیده او دغه کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد کلي خلکو بي‌بي رابعې ته د روغتیا اتلې لقب ورکړی او ځیني خپلوان یې هغه یوه زړه‌سوانده ښځه بولي او له اتلولیو یې یادونه کوي.

د بي‌بي رابعې مشر زوی رازمحمد وايي، مور یې د ټولو اولادونو د میراث حقوق بېل کړي او پاتې خپل حق یې د یوه کلینیک او یوه جومات جوړولو لپاره وقف کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «مور مې تل راته ویل چې په دغه کلي کې باید یو کلینیک جوړ شي؛ ځکه خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ دي، د یاد کلي خلک، په ځانګړې توګه امیدوارې میندې د زېږون په وخت کې له ستونزو سره مخ وي او مور مې د هغو شېبو له لیدو وروسته حس کړه چې باید په دغه کلي کې یو روغتیايي مرکز جوړ شي؛ ځکه ډېرې ښځې د زېږون لپاره د حیواناتو په واسطه په ډېره سختي تر ولسوالۍ یا ایبک ښار پورې سفر کوي.»

بي‌بي رابعې چې په ډېره سخته خبرې کوي او په غوږونو هم لږ ګڼه ده، پژواک خبري اژانس ته په لنډو خبرو کې وویل: «ما دا ټوله ځمکه د الله د رضا لپاره د کلي خلکو ته وسپارله او قباله مې هم مهر کړه چې وروسته له ما څوک په دې ځمکه دعوه ونه شي کړای.»

د بي‌بي رابعې یوه نږدې خپلوان بابه مراد، د هغې د ښېګڼو ستاینه کوي او وايي چې یوه نېکه او غمخواره ښځه ده، خلک ګواه دي، دې ښځې څو ځلې خپلو اولادونو ته سپارښتنه وکړه چې په دغه کلي کې د درملنې یو کلینیک جوړ کړي.

د دې ترڅنګ د سمنګان د عامې روغتیا رییس مولوي محیب‌الله تاییدوي چې د تاتارچل کلینیک ځمکه د بي‌بي رابعې له خوا وقف شوی دی.

هغه زیاته کړه: «په دغه لرې پراته کلي کې دا ټولې لاسته‌راوړنې د هغې اتلې او غیرتي مور د قربانیو له امله دي چې یاد کلینیک ته یې ځمکه وقف کړه او وروسته له دې چې هر څوک دغه روغتیایي مرکز کې درملنه کېږي، د دې مور منندوی به وي.»

نوموړي زیاته کړه، که د دې مور قربانۍ نه وای، اوس به کلینیک نه و، که څه هم دې مور په مدرسه یا ښوونځي کې درس نه دی لوستی خو ټولنې ته یې د انسانیت درس پرېښود.

د سمنګان د خرم و سارباغ ولسوال ملا عبدالوکیل حقیار هم وايي، د بي‌بي رابعې او د سیمې خلکو له خوا د دغه کلینیک په جوړېدو به د لسګونو کورنیو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وشي.

تاتارچل د سمنګان د خرم سارباغ ولسوالۍ یوه لرې پرته سیمه ده چې خلکو یې د روغتیايي کلینیک نشتوالي له امله څو څو ځلې شکایتونه کړي وو او د کلینیک جوړېدو غوښتنه یې کړې وه.

Views: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.