ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د نوي ښارګوتي‎ یو شمېر اوسېدونکي: لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لرو

د سمنګان د نوي ښارګوتي‎ یو شمېر اوسېدونکي: لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لرو

author avatar
16 Dec 2023 - 17:34
د سمنګان د نوي ښارګوتي‎ یو شمېر اوسېدونکي: لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لرو
author avatar
16 Dec 2023 - 17:34

ایبک (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د سمنګان د نوي ښارګوټي ځيني اوسېدونکي وایي چې دغه ښارګوټي کې خلک لومړنیو خدماتو لکه ښوونځي، روغتیایي مرکز، د څښاک ‎اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري، خو مسوولین د یادو ستونزو پر هواري ټينګار کوي.

هغوی د دغه ښارګوټي د نمرو په وېش کې د فساد له امله پر تېر حکومت نیوکه وکړه او له مسوولینو یې د لومړنیو خدماتو لکه ښوونځي، کلینیک، مدرسې، د څښاک پاکو اوبو او برېښنا برابرېدو غوښتنه وکړه.

د سمنګان د نوي ښارګوټي د امام مسلم کارتې د پراختیا شورا رییس قاري عبدالبصیر حکیمي پژواک ته وویل، دا ښارګوټی چې د تېر حکومت پرمهال وېشل شوی په وېش کې یې په پراخ ډول فساد شوی دی.

نوموړي وویل چې تر اوسه د دغه ښارګوټي خلک ټولګتو خدماتو لکه ښوونځي، مدرسې، کلینیکونو، معیاري سړکونو، برېښنا او اوبو ته لاسرسی نه لري.

حکیمي وویل، په دغه ښارګوټي کې له ۱۰ زرو ډېرې کورنۍ اوسېږي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي دا ښارګوټی په داسې ځای کې دی چې په ژمي کې د استنادي دېوالونو نشتوالي له امله موسمي سېلابونه هم د دې سیمې د اوسېدونکو کورونه تخریب وي.

د هغه په خبره، که تېرو شلو کلونو کې په دغه ولایت کې د سمنګان د ډبرو سکرو پنځه سلنه عواید لګول شوي وای، د دغه ښار ګوټي د اوسېدونکو لویې ستونزې به ورسره هوارې شوې وای.

هغه وایي چې د دغه ښارګوټي خلک د پاکو اوبو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې باید د سارباغ ولسوالۍ اوبه دغه ښارګوټي ته په اساسي ډول راشي څو د دوی یوه لویه ستونزه ورسره هواره شي.

حکیمي وویل: «دغه ښارګوټي کې د ښوونځي نشتوالي له امله زموږ اولادونه باید له ۳ تر ۵ کیلومترو مزل ووهي څو د ایبک یا د اجاني ملکې لېسې ته لاړ شي، له حکومته غواړو څو زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

د سمنګان د نوي ښارګوټي یوه قومي مشر شېرمحمد وویل: «زموږ ستونزې ډېرې دي؛ اوس چې د ژمي موسم دی زموږ لویې ستونزې، د ښوونځي، معیاري سړک او برېښنا نشتوالی دی که دغه څو ستونزې حل نه شي ډېر ژر به دغه ښارګوټی پرېږدو.»

هغه زیاته کړه: «دا چې جومات لرې دی، د سړک وضعیت هم خراب دی دغو سړو ورځو کې د لمانځه لپاره ډېر لرې جومات ته ځو.»

له بلې خوا، د دغه ښارګوټي یو بل اوسېدونکی حاجي عبدالهادي هم ورته نظر لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د یاد ښارګوټي اوسېدونکي په داسې حال کې د لومړني خدماتو له نشتوالي شکایت کوي چې د سمنګان ځایي مسوولینو په دغه ښارګوټي کې د دوو میلیونو افغانیو په ارزښت پر یوه سړک د جغل اچونې چارو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

د سمنګان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي اخترمحمد مصباح پژواک ته وویل چې د یاد ښارګوټي د امام مسلم کارتې د سړک اچونې او ترمیم چارې (UNOPS) دفتر په مالي مرسته ترسره شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

بلخوا، د ایبک ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي مدیر مولوي فدامحمد فرزام د یاد ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې مني.

هغه وایي چې دا ښارګوټی په تېر وخت کې په اساسي ډول توزیع شوی، خو په تېر حکومت کې د فساد له امله هغه سیمې چې د ښوونځي، مدرسې او کلینیک لپاره په پام کې نیول شوې وې، هم پر رهایشي نمرو بدلې شوې دي.

هغه وویل چې د ایبک ښاروالي د دغو ستونزو د هواري په هڅه کې ده او د دغه ښارګوټي اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

دغه راز، د سمنګان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس وویل چې د یاد ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزو هوارولو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي وویل: «هڅه کوو چې د دغه ښارګوټي لپاره ښوونځی، کلینیک، معیاري سړک او جومات په اساسي ډول جوړ شي.»

د سمنګان د اقتصاد رییس مولوي مطیع‌الله عابد د سمنګان اوسېدونکو د ستونزو هوارولو په موخه د موسسو د مرسته جذبولو خبره کوي.

هغه وویل: «هڅه کوو چې د سمنګان په بېلابېلو سیمو کې د ټولګټو پروژو پلې کولو ترڅنګ راتلونکي زېږدیز کال کې یوه لویه برخه چې باید ورته رسېدنه وشي هغه به د یاد ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې وي.»

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.