Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ مسوولین وایي، د دوبي موسم په رارسېدو سره د دغې ولسوالۍ خواجه سکندر سیمې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د اختر په مناسبت يې په دغه ولایت کې سېلانیانو ته د هرکلي او لارښوونې لپاره ځانګړي ټیمونه جوړ کړي دي.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې ۱۱ زره ۵۴۰ کورني او ۷۳ بهرني سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، له تېر یونیم کال راهیسې د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې په موخه، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی دی.
په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر ښارګوټي مسوولین وایي، د ژمي موسم په رارسېدو سره دغه ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال په ترڅ کې د لسو بهرنیانو په ګډون، څه باندې ۷زره سیلانیانو د دغه ولایت له لرغونو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د امنیت ښه ټینګښت له امله د دغه ولایت فرخار ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.
د بدخشان سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت د بیا غوړېدو خبر ورکوي او وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ۲۰زرو ډېرو داخلي او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د نورستان چارواکي وايي، په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی چې دوی هم لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۷زره ۴۰۰ سیلانیان دغه ولایت ته راغلي او د لیدلو وړ منظرو څخه یې لیدنه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن