منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

سېلابونو

۱۸۹ راپورونه

راپورونه

غړي

سېلابونو اروزګان کې ۲۵۶ کورونه نړولي

د اروزګان په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې وروستیو سېلابونو د زرګونه جریب کرنیزو ځمکو او باغونو ویجاړولو ترڅنګ ۲۵۶ کورونه هم نړولي دي.

غړي

پکتيکا کې د سېلابونو له امله ۴۵۰ کورنۍ بېځایه شوې دي

د پکتيکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وایي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ- چې کورونه یې نړېدلي- له خپلو اصلي مېنو نږدې ځايونو ته بېځايه شوې دي.

غړي

اوچا: وروستیو سېلابونو ۶۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، ۷۹۰ کورونه یې نړولي یا زیانمن کړي

د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۷ ټپيان شوي، ۷۹۰ کورونه نړېدلي او يا زيانمن شوي او له ۳۷۲۰ څخه ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

غړي

سېلابونو په کاپیسا کې لسګونه کورونه ویجاړ کړي 

د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي او لسګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

غړي

کندهار کې سېلابونو ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د کندهار چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک، شاولیکوټ، ارغنداب ولسوالیو او ځينو نورو سیمو کې سېلابونو پر مالي زیانونو سربېره ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

نور راپورونه