ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د وروستيو سېلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي

پکتيکا کې د وروستيو سېلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي

author avatar
13 Aug 2022 - 17:40
پکتيکا کې د وروستيو سېلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي
author avatar
13 Aug 2022 - 17:40

ښرنه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): په پکتيکا کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو د دغه ولايت د مرکز په ځينو سيمو کې د خلکو ۱۰۸ کورونه زیانمن کړي چې ۱۲ یې په بشپړ ډول نړېدلي دي.

د یادې ادارې رییس مولوي مطيع‌الله منصور پژواک خبري اژانس ته وويل، وروستيو سېلابونو د مرکز ښرنې اړوند په ياروالو کلي، سره کلا او د ښار اړوند د دويمې حوزې په ځينو سيمو کې خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

د ده په خبره، د سېلابونو له امله د خلکو د کورونو ترڅنګ د ښار په څنډو کې ځينې هټۍ هم تخريب شوې دي خو چا ته په کې ځاني زيان نه دی رسېدلی.

په مرکز ښرنه کې، د وروستيو سېلابونو له امله زيانمن شوي خلک له حکومته غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د سرپناه او خوراکي توکو په برخه کې مرستې وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.