کابل کې د سرو زرو د غلا په تور یوه ښځه نیول شوې
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یوه ښځه د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سره زرو غلا په تور نیولې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یوه ښځه د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سره زرو غلا په تور نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، له یوه کال راهېسې یې د ګرځنده ټلیفونونو د ساتنې او خوندیتوب الکترونیکي سیسټم له لارې ۷۰۴ غلا شوي ټلیفونونه پیدا او مالکینو ته یې سپارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د شپږ میلیون او ۱۹۴ زره افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی و چې بېرته وموندل شو.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اوولسمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې یې هغه کس نیولی چې په بغلان کې یې له یوه سړي پنځوس زره ډالر غلا کړي وو.
د هرات امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو او نورو غلاوو په تور اووه کسان نیول شوي دي.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قلندر ولسوالي کې یې د غلو پنځهکسیزه ډله نیولې ده.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د یو میلیون سعودي ریالو د غلا په تور اووه کسان نیولي دي.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د نهمې حوزې پولیسو پنځه کسان د موبایلونو د غلا په تور له دېرشو موبایلونو (ګرځنده ټېلفونونو) سره نيولي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې څلور کسان د ۱۶ کیلوګرامه نشهيي، یو موټر او نورو توکو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، مزارشریف ښار کې یې یو هغه کس نیولی چې له جوماتونو څخه به یې د خلکو بوټان غلا کول.
ترینکوټ ښار کې پولیسو د غلا شوو موټرسایکلونو د بڼې بدلولو ځای کشف کړی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په سند ایالت کې د «لعل شهباز قلندر» په نوم له یوه زیارته د ۱۲ میلیون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت سرهزر غلا شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د اووه عشاريه درې ميليون افغانیو د غلا په تور شپږ وسلهوال کسان نيول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې پنځه کسان د دولتي تېلو او دوه نور د موټرو او بايسکلونو د غلا په تور نيولي دي.
د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د برېښنا له شرکته د ۴۰ زره لېتره تېلو د غلا په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي. د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک…
کابل کې امنیتي سرچینې وایي، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې څلور کسان د غلا او یو بل د خپلې لور د وژلو په تور نیول شوي دي.
بامیان کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور نیول شوې او له یکهولنګ نمبر۲ او کهمرد ولسوالیو شپږنیم ټنه اومان کشف او سوځول شوي دي.
بامیان کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده.
د کابل امنیې قوماندانۍ د موټرچلوونکو د فرېب او د هغو د موټرو د غلا په تور د ۶ ښځو او ۴ نارینهوو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې د مبایلونو د غلا په تور یوه اته کسیزه ډله نيول شوې ده.
بلخ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له یوه چینایي سیلاني مبایل غلا شوی و خو له دوو ساعتونو وروسته بېرته پیدا او ورسپارل شوی او د غلا په تور یې دوه کسان نيول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې له یو کوره یې ۸۰۰۰ امریکایي ډالر او د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي وو.
تخار کې یو شمېر زرګران د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نن سهار دوه وسلهوال د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوې زرګرۍ ننوتل او د درې میلیون افغانیو په ارزښت سره زر یې یووړل.