منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

غور

۲۵۱ راپورونه

راپورونه

د غور د کرنې ریاست: له بڼوالو ملاتړ کوو

د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوه‌لرونکي او بې‌میوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.

له کړاوه تر هیلو: د اولادونو لپاره د ماه‌جبین سخت خو له مینې ډک ژوند

غور کې یوه مور چې د ژوند ۲۵ کاله یې د خپلو درېیو فلج اولادونو په پالنه کې تېر کړي وايي، د اولادونو درملنه یې شونې ده، خو پیسې نه لري درملنه یې وکړي؛ هغه له حکومت او نورو مرسته‌کوونکو غواړي څو مرسته ورسره وکړي.

غړي

غور کې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې ۲۰۰ تاریخي ابدې ثبت شوې دي

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د وضعیت ارزونې لپاره د ډیجیټل دستګاوو نصبولو خبر ورکوي او وايي چې تېرو په څه باندې درېیو کلونو کې په غور کې ۲۰۰ تاریخي ابدې او لرغوني ځایونه پېژندل او ثبت شوي دي.

غور کې یو شمېر ښځې نسايي ولادي ناروغانو ته د ځانګړو روغتیايي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي

د غور ولایت د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا هم ځینې میندې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون لپاره کلیوالي دایو ته ورځي چې دغه کار په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.

غړي

مجاهد: غور کې د داعش یوه ډله له منځه یوړل شوه

د ا.ا ویاند وایي، امنیتي ځواکونو په غور کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه تن وژل شوي، ځینې یې ژوندي نیول شوي او دغې ډلې په غور، کابل او باميانو ولایتونو کې په يو لړ بریدونو کې لاس درلود.

غړي

د غور مرکز کې یو نوی مخابراتي سایټ فعال شو

د غور ځایي مسوولینو د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار مربوطاتو کې د یوه مخابراتي سایټ له فعالېدو خبر ورکړی او وایي چې په دې سره به ۲۴ زره کورنۍ له باکیفیته مخابراتي خدماتو برخمنې شي.

غړي

غور کې د ۱۷ زره ټوکه پاسپورټونو وېش؛ «څه باندې ۹۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي»

د غور د پاسپورټ په اداره کې مسوولین د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱۷ زره ټوکه پاسپورټونو له وېشل کېدو خبر ورکوي چې له درکه یې څه باندې ۹۲ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

نور راپورونه