فوټبال
راپورونه
د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ افغانستان خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان سره کوي
ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د قرغیزستان پر وړاندې ترسره کړي.
د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالۍ؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه ازبکستان ته وبایله
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ او څلورمه لوبه ازبکستان ته وبایلله.
د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ افغان لوبډله نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د ایران پر وړاندې ترسره کوي.
اروزګان کې د ولایت په کچه د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې نن د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
د افغانستان فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ ترسره کولو لپاره تاجکستان هېواد ته ولاړه.
د فوټبال ملي لوبډلې نوی کویټي روزونکی کابل ته را ورسېد
د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی- چې د کویټ هېواد وګړی دی- د تړون لاسلیکولو په موخه کابل ته رسېدلی دی.
د اسیا ساحلي فوټبال د ملتونو جام؛ افغانستان خپله درېیمه لوبه نن له سعودي عربستان سره کوي
د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د اسیا ملتونو نړۍوال جام په مقدماتي سیالیو کې خپله درېیمه لوبه نن له سعودي عربستان سره کوي.
د اسیا د ساحلي فوټبال د ملتونو جام؛ افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن له بحرین سره کوي
د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د اسیا ملتونو نړۍوال جام په مقدماتي سیالیو کې نن لومړۍ لوبه له بحرین سره کوي.
د اسیا د ساحلي فوټبال د ملتونو جام؛ د افغانستان ملي لوبډله ټایلنډ ته ولاړه
د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د اسیا ملتونو نړۍوال جام مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه نن ټایلنډ هېواد ته ولاړه.
د سولې او امنیت ټینګښت؛ له فوټبال سره د دایکنډي ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې ده
د دايکنډي ولايت يو شمېر ځوانان وايي، په هېواد کې د سولې او امنيت له رامنځته کېدو وروسته یې د فوټبال او فوټسال په څېر ورزشي پروګرامونو سره لېوالتيا د پخوا په پرتله ډېره شوې…
بلخ کې د ۱۲ کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې
بلخ کې د ١٢ کلنو فوټبال سيالۍ د ١٦ لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
کندهار کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې
کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۱) په کندهار کې د اتو لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې چې د هلمند او ډیورنډ کرښې پورې غاړي چمن څخه هم لوبډلې پکې ګډون لري. مسوولین وايي، دغه لوبي د لومړي ځل…
د فوټبال د نړۍ افسانوي لوبغاړی پېلي د ۸۲ کلونو په عمر ومړ
د فوټبال د نړۍ افسانوي لوبغاړی او د خپل هېواد برازیل لپاره د درېیو نړۍوالو جامونو ګټونکی پېلي د ۸۲ کلونو په عمر مړ شو. د نړۍوالو رسنیو معلوماتو له مخې، هغه چې په سرطان…
کابل کې له ١٢ کلنو کمعمره لوبډلو فوټبال ليګ سيالۍ پيل شوې
د بدني روزنې او ورزش ریاست ويلي، په کابل کې نن له ۱۲ کلنو کمعمره لوبډلو فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.
ارجنټاین د درېیم ځل لپاره د فوټبال نړۍوال جام اتل شو
ارجنټاین په پایلوبه کې فرانسې ته له یوې په زړهپورې سیالۍ وروسته په ماتې ورکولو سره د درېیم ځل لپاره د فوټبال نړۍوال جام اتلولي خپله کړه.
کروشیا مراکش ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړۍوال جام کې درېیم مقام خپل کړ
کروشیا د فوټبال نړۍوال جام سیالیو د درېیم مقام لپاره په یوه لوبه کې مراکش ته په ماتې ورکولو سره د برونز مډال ترلاسه او درېیم مقام یې خپل کړ.
د فوټبال نړۍوال جام کې د مراکش سفر پای ته ورسېد، فرانسه پایلوبې ته ولاړه
په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې فرانسې مراکش ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده او اوس به له ارجنټاین سره لوبه کوي.
ارجنټاین کروشیا ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې ته لاره ومونده
ارجنټاین چې د فوټبال په نړۍجام کې یې خپله لومړۍ لوبه کمزورې لوبډلې سعودي ته بایللې وه، د دې سیالیو په نیمه پایلوبه کې کروشیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
مراکش د فوټبال په تاریخ کې لومړی افریقایي او دویم اسلامي هېواد شو چې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته ووت
د فوټبال په تاریخ کې مراکش لومړی عرب افریقایي او دویم اسلامي هېواد شو چې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
ارجنټاین او کروشیا د فوټبال نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته ووتل
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په کوارټرفاینل لوبو کې ارجنټاین هالنډ او کروشیا برازیل ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ولاړل.























