ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال د نړۍ افسانوي لوبغاړی پېلي د ۸۲ کلونو په عمر ومړ

د فوټبال د نړۍ افسانوي لوبغاړی پېلي د ۸۲ کلونو په عمر ومړ

author avatar
30 Dec 2022 - 01:58
د فوټبال د نړۍ افسانوي لوبغاړی پېلي د ۸۲ کلونو په عمر ومړ
author avatar
30 Dec 2022 - 01:58

اټلانټا (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د فوټبال د نړۍ افسانوي لوبغاړی او د خپل هېواد برازیل لپاره د درېیو نړۍوالو جامونو ګټونکی پېلي د ۸۲ کلونو په عمر مړ شو.

د نړۍوالو رسنیو معلوماتو له مخې، هغه چې په سرطان ناروغۍ اخته و، له تېرو څو اونیو راهیسې په روغتون کې بستر و.

د هغه کورنۍ د مرغومي په ۸مه اعلان وکړ چې پېلي د ۸۲ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، هغه تېر کال جراحي عملیات کړي وو، وروسته به اکثره ناروغ او په روغتون کې بستر و.

هغه د تېرې نومبر میاشتې په ۲۲مه یو ځل بیا روغتون ته یووړل شو، خو ډاکترانو ویلي وو چې سرطان یې ډېر پرمختګ کړی او د ښه کېدو چانس یې کم دی.

۸۲ کلن پېلي د برازيل لپاره څه باندې ۱۳۰۰ نړۍوالې لوبې کړې وې او نږدې همدومره ګولونه یې هم وهلي وو.

هغه د خپلې کپټانۍ او لوبغاړۍ پر مهال د خپل هېواد لپاره د فوټبال درې نړۍوال جامونه هم ګټلي وو.

هغه لومړی نړۍوال جام په ۱۹۵۷، دویم په ۱۹۶۲ او درېیم په ۱۹۷۰ کال کې ګټلي وو. په ۱۹۷۷ کال کې له فوټبال څخه تقاعد شو.

نوموړي په ۱۵ کلنۍ کې له یوه کلب څخه د فوټبال لوبه پیل کړې وه او بیا د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه له سینټوس کلب سره یې لوبه وکړه.

پېلي د فوټبال په ۲۱ کلني سفر کې ۹۲ ځلې هیټریک (په یوه لوبه کې درې ګولونه) کړي وو چې تر اوسه نړۍوال ریکارډ دی.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون په دوه‌زرم کال کې پېلي د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ستر لوبغاړی اعلان کړی و.

Visits: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.