نیلي (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د دايکنډي ولايت يو شمېر ځوانان وايي، په هېواد کې د سولې او امنيت له رامنځته کېدو وروسته یې د فوټبال او فوټسال په څېر ورزشي پروګرامونو سره لېوالتيا د پخوا په پرتله ډېره شوې ده.
دوی وايي، په ټول هېواد کې د سولې او امنیت ټینګښت له امله ځوانان له امنیتي اندېښنو پرته فوټبال او فوټسال ته مخه کړې چې د دوی په وینا، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د یو بل منلو ښکارندويي کوي.
د دايکنډي ورزشي تالارونو يو مسوول امان افشين هم وايي، د پخوا په پرتله له ورزشي پروګرامونو، په تېره بيا فوټبال ته د ځوانانو لېوالتيا ډېره شوې ده.
هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې که څه هم يو څو تالارونه وو، خو هیڅکله هم دومره لوبغاړي نه وو چې ټاکل شوي ټایمونه ډک کړي؛ خو اوس نږدې په ټولو ورزشي سالونونو کې ځوان ورزشکاران له سهاره تر نیمې شپې پورې سیالي کوي.
د دايکنډي د فوټسال يوه لوبغاړي قدرتالله پژواک ته وويل چې له فوټبال سره د ځوانانو لېوالتيا ډېره شوې؛ ځکه کله چې دوی غواړي یوه لوبه یا مسابقه وکړي، باید یوه یا دوه ورځې مخکې له سالون سره همغږي وکړي څو د لوبې لپاره وخت وټاکي.
هغه زیاته کړه: «فوټبال د یووالي، پیوستون او ورورولی پیغام راوړونکی دی، کله چې ځوانان تر یو چت لاندې له یو بل سره لوبه کوي؛ یعنې له یو بل سره یووالی لري، د فوټبال فضا د صمیمت فضا ده او ځوانان د سولې، امنیت او صمیمیت په فضا کې لوبې ته مخه کوي چې دا د همدلۍ او یو بل منلو پیغام لري.
هغه همدارنګه زیاته کړه، هېواد کې امنیت او د سولې فضا کې د خلکو ژوند هغه لاملونه دي چې ورزش ته یې د ځوانانو لېوالتیا ډېره کړې ده.
په دایکندي کې د فوټبال لوبغاړی دین محمد بهزاد وایي، په دغه ولایت کې فوټبال ډېر مینهوال لري او دغه لوبه ځوانان ورورولۍ او یو بل منلو ته هڅوي.
هغه د دې لپاره چې په سوله او امنیت کې لوبې کوي، خوښ دی او وايي، هر ټورنمینټ چې جوړېږي، د تېرو کلونو په پرتله ډېرې لوبډلې په کې برخه اخلي چې د هغه په خبره، دا له فوټبال سره د ځوانانو لېوالتیا ښیي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په دایکنډي کې د یوې خصوصي راډیو له لارې ورزش، پیوستون او یووالي ته د ځوانانو هڅولو لپاره د «کلي جام» په نوم د فوټسال ټورنمینټ، په لاره اچول شوی و.
د صدای قریه راډیو مسوول حسین شهاب پژواک ته وویل چې په دغه ټورنمینټ کې شاوخوا ۲۴ لوبډلو ګډون کړی و او لګښت یې د راډیو او ګډون کوونکو لوبډلو له خوا ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










