ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

کندهار کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

author avatar
27 Jan 2023 - 21:38
کندهار کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې
author avatar
27 Jan 2023 - 21:38

کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۱) په کندهار کې د اتو لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې چې د هلمند او ډیورنډ کرښې پورې غاړي چمن څخه هم لوبډلې پکې ګډون لري.

مسوولین وايي، دغه لوبي د لومړي ځل لپاره په احمد شاهي لوبغالي کې د ۷ کسیزه لوبډلو تر منځ په نیمه میدان کې تر سره کیږي.

د کندهار فوټبال فدراسیون د ځوانانو کمېټې مسوول شاکراالله ابراهیمي وایي، دغه لوبې به په اونۍ کې دوه ورځې تر سره کیږي او موخه یې دا ده تر څو د ځوانانو استعدادونه ښکاره شي او لا هم لوبو ته وهڅېږي.

ده زیاته کړه، هغه لوبغاړي چې ښه ځلېدلي وي هغوی به بیا د تجارتي سیالیو لپاره د نورو کسانو له خوا رانیول کیږي او د دې لوبو لړۍ به همداسي دوام ولري.

ابراهیمي وایي: «دا ډول سیالۍ په لومړي ځل دلته پيل شوي، په هره لوبډله کې اووه لوبغاړي دي، د کوچنیو ګولونو او نیمه میدان سیالۍ دي چې فوټسال ته ورته دي.»

د دغه سیالیو لومړۍ لوبه له کندهار ښار څخه د لالي الفت او سپين بولدک ولسوالۍ څخه د قاهر روښان لوبډلو تر منځ وشوه او د لالي الفت لوبډلې په بریا چې مقابلې لوبډلې ته یې پنځه د صفر په وړاندې ماتې ورته کړه پای ته ورسېده.

د لالي الفت لوبډلې یو تن لوبغاړی منظور احمد وايي، خوشحاله دی چې په دا سیالیو کې ګډون کوي او نننۍ لوبه یې هم ګټلې ده.

د هغه په وینا، په داسي سیالیو سره ځوانان نور هم لوبو ته هڅول کیږي او هغه ځوانان چې ښه استعدادونه لري د هېواد په کچه سیالیو ته لار پيدا کولای شي.

ده زیاته کړه: «دا سیالۍ ډېرې په زړه پوري دي، نن مو لومړۍ لوبه وه او ومو ګټل، د داسي سیالیو له لارې ځوانان نورو ټورنمنټونو ته تلای شي.»

له بولدک څخه د راغلي لوبډلې لوبغاړي هم وایي، ګټل او بایلل د سیاليو برخې دي او دوی خوښ دي چې د کندهار په مرکزي لوبغالي کې سیالۍ تر سره کوي.

د سپين بولدک څخه د راغلي لوبډلې مسوول او عبدالقاهر روښان وايي، د دوی لوبډله د لومړي ځل لپاره په کوچني میدان کې ولایتي لوبه تر سره کوي او دی خوښ دی چې لوبډله یې په دې ډول سیالیو کې برخه اخلي.

هغه زیاته کړه، لوبې د ځوانانو لپاره یوه تفریح ده او له نشه یي توکو څخه د هغوی د راګرځېدو ښه لاره ده ځکه دوی هم هڅه کوي چې ځوانان لوبو ته وهڅوي.

د کندهار په احمد شاهي لوبغالې کې له دې وړاندې هم د ولایتونو په کچه سیالۍ تر سره شوي خو په نیمه میدان کېد فوټسال ته ورته د کوچنیو ګولو سیالۍ د لومړي ځل لپاره تر سره کیږي.

Visits: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.